CRI Online

د ٢٠١٤ کال لپاره په نړۍ کې لس لوی سپورټي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2015-01-21 17:46:40

د ٢٠١٥ کال په سر کې د چين د خلکو او سپورټ ورځپاڼو په ګډه د ٢٠١٤ کال لپاره په چين او نړۍ کې په جلا توګه لس لوی سپورټي خبرونه غوره کړي دي.

د نړۍ په اړه لس لوی سپورټي خبرونه دا وو:

لومړی: د جرمني ټيم د څلورم ځل لپاره د فوټبال په نړيواله سيالۍ کې اتلولي تر لاسه کړه.

د ٢٠١٤ کال د جولای په ديارلسمه نېټه د فوټبال د نړيوال کپ وروستي سيالي د برازيل په مراکانا ستيډيوم کې تر سره شوه. د جرمني ټيم د صفر په مقابل کې په يو د ارجنټاين ټيم ته ماتې ور کړه چې په دې توګه د جرمني ټيم د څلورم ځل لپاره يې د فوټبال په نړيواله سيالي کې اتلولي تر لاسه کړه.

دوهم: د ٢٠١٤ کال ژمنۍ اولپيک لوبې د روسيې په سوچي کې تر سره شوې.

د ٢٠١٤ کال د فبرورۍ له اوومې نېټې څخه تر درويشتمې نېټې پورې ژمنۍ اولمپيک لوبې د روسيې په سوچي ښار کې تر سره شوې. دا لومړی ځل و چې روسيې د ژمنيو اولمپيک لوبو کوربتوب وکړ. د اوه اتيا هېوادونو او سيمو څه دپاسه دوو زرو اته سوو لوبغاړو په دغو لوبو کې ګډون کړی وو.

درېيم: تومس باح د اولمپيک په نړيواله ټولنه کې د اصلاحاتو د پيلولو اعلان وکړ

د ٢٠١٤ کال د نومبر په اتلسمه نېټه د اولمپيک د نړيوالې کمېټې رئيس تومس باح په سويزرلنډ کې په دې نړيواله کمېټه کې د اصلاحاتو په اړه نوې څلوېښتې مادې وړاندې کړې. د دسمبر په اتمه او نهمه نېټه د دې کمېټې په يو سلو اوه ويشتمه عمومي غونډه کې ياد وړانديزونه ټول تصويب شول.

څلورم: د اسيا سپورټي لوبې د جنوبي کوريا په ين چوان ښار کې تر سره شوې.

د ٢٠١٤ کال د سپتمبر له نولمسې نېټې څخه د اکتوبر تر څلورمې نېټې پورې، د اسيا د اوولسمې دورې سپورټي لوبې د جنوبي کوريا په ين چوان ښار کې تر سره شوې. دا درېيم ځل و چې جنوبي کوريا د اسيا سپورټي لوبې کوربتوب وکړ. په دغو لوبو کې د اسيايي سپورټي لوبو اصلاحات او راتلونکې ته ډېره پاملرنه شوې.

پنځم: د ريل مادريد کلب ټيم د لسم ځل لپاره د اروپايي کپ اتلولي تر لاسه کړه

د ٢٠١٤ کال د مې په پنځه ويشتمه نېټه د فوټبال د اروپايي اتلولۍ کپ وروستۍ سيالي د پورتګال په ليسبون کې تر سره شوه. د مادريد کلب ټيم د يو په مقابل کې د څلورو نمبرو په ګټلو سره اتلاتيک مادريد ټيم ته ماتې ورکړه. په دې توګه د مادريد کلب ټيم لس ځله د اروپايي کپ اتلولي تر لاسه کړه.

شپږم: د امريکا د بسکټبال په مسلکي سيالي کې د سن انتونيو سيخ ټيم د پنځم ځل لپاره اتلولي تر لاسه کړه.

اووم: د ټينس په څلورو عمومي سياليو کې اته تنه اتلان رامنځته شول

د ٢٠١٤ کال د ټينس په څلورو عمومي سياليو کې لي نا، سرابوا، کويتوا او کشره وليمس په جلا توګه ښځينه اتلولي تر لاسه کړه، ولينکه، نادار، ديوکيوچی او شريقي په جلا توګه نارينه اتلولي تر لاسه کړه. له دې څخه ښکاري چې د ټينس په سيالي کې مسابقه ډېره سخته وه

اتم: د جنوبي افريقا مشهور معيوب لوبغاړي اوسکار پيستوريوس په غير ارادي توګه د خپلې ملګرې نجلۍ د وژنې له امله په پنځه کاله بند محکوم شو.

نهم: د بدمينټون د ماليزيا مشهور لوبغاړي لي ځونګ وې د تحريکوونکي درملو په استعمالولو وپېژندل.

د اکتوبر په يوويشتمه نېټه د ماليزيا د بدمينټون عمومي ټولنې اعلان وکړ چې لي ځونګ وې ښايي د کپنهاګن د بدمينټون په اتلولي سيالۍ کې تحريکوونکي درمل استعمال کړي او په سياليو کې د نه ګډون د لنډمهالي بند سزا يې ورکړه. په دې اړه د شواهدو اورېدلو غونډه به په ٢٠١٥ کال کې تر سره شي.

لسم: د فوټبال مشهور لوبغاړي ليونيل ميسې د هسپانيې په تاريخ کې تر ټولو غښتلی لوبغاړی وپېژندل شو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای