CRI Online

د چين صدر اعظم لي که چيانګ په داوس کې د نړيوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې مثبتې نښې وښودلې.

cri     (GMT+08:00) 2015-01-23 14:48:16

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چيني اقتصاد د تنظيمولو په اړه وروستي معلومات چې د چين صدر اعظم لي که چيانګ د جنورۍ په ۲۱ مه نيټه په داوس کې د نړيوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې څرګند کړل، د چيني او بهرنيو اقتصاد پوهانو او تصديو خاوندانو زياته پاملرنه جلب کړې ده. د هغو چيني اقتصاد پوهانو په اند چې په ياده غونډه کې يې برخه درلوده، د صدر اعظم لي که چيانګ لخوا څرګندې شوې مثبتې نښې پر چيني اقتصاد د ځينو کسانو اندېښنه لېرې کړې ده.

يو شمېر کسانو له وروستيو څو کلونو راهيسې د چين اقتصادي پرمختګ پر وروالي اندېښنې څرګندې کړې. صدر اعظم لي که چيانګ په دې اړه څرګنده کړه چې چيني اقتصاد به سخت کښته نشي او د پولي بحران د مخنيوي په موخه يې زيات تدبيرونه نيولي او نيسي يې. د چين د تسينګهوا پوهنتون د اقتصادي ادارې پوهنځي پروفيسر لي داو کوی په دې اند دی چې د صدر اعظم يادې څرګندونې پر چيني اقتصاد بهرنۍ اندېښنې لېرې کړې.

صدر اعظم لي که چيانګ د خپلې وينا په ترڅ کې د چيني اقتصاد تنظيمولو هغه ستراتيژي بيان کړه چې د اقتصادي پرمختګ سرعت بايد له ډېرې چټکتيا څخه منځنۍ چټکتيا ته راښکته او پرمختيايي سويه دې له منځني ټيټوالي نه منځني لوړوالي ته پورته شي. د بېجينګ پوهنتون د دولتي پرمختګ څېړنيز مرکز پروفيسر لين يي فو په دې اند دی چې دغه ستراتيژي نوي عادي حالت ته د ننوتلو په درشل کې د چيني اقتصاد له اوسنيو واقعيتونو سره سمون لري.

( لومړی اواز)

په تېرو ۳۶ کلونو کې د چيني اقتصاد د هر کال منځنی پرمختيايي سرعت ۹.۷ سلنه و، خو اوس يې شاوخوا ۷ سلنه دی چې له ۲۰ نه تر ۳۰ سلنې پورې ټيټوالی يې موندلی دی. له وروستيو پنځو کلونو راهيسې موږ دا کتلای شو چې د چيني اقتصاد پرمختګ اوس په تدريجي او نرمه توګه تنظيمېږي.

د پروفيسر لي داو کوی هم په دې اند دی چې اوس مهال چين بايد د اقتصادي پرمختګ منځنۍ يا لوړه چټکتيا وساتي. صدر اعظم لي که چيانګ په خپله وينا کې د سکي وهلو په دريو مهمو ټکو د چين اقتصادي تګلارو د تعديلاتو په هکله توضيحات ورکړل. پروفيسر لي داو کوی په دې اړه وويل:

( دوهم اواز)

ولې صدر اعظم لي که چيانګ د سکي وهلو مثال ورکړ، ځکه چې داوس د سکي وهلو لپاره ډېر مناسب ځای دی. د سکي وهلو په وخت بايد مناسب سرعت، موازنه او جرئت وساتل شي چې دا هم د چين د اوسنيو اقتصادي ستونزو د حل درې عوامل دي.

د صنعتي جوړښت له لحاظه له څه باندې دېرشو کلونو راهيسې چيني اقتصاد په عمده توګه د هغو صنعتي چارو په اتکا پرمختګ موندلی چې د ډېرو کارکوونکو ګمارلو ته اړتيا لري او ور سره اضافي ارزښتونه کم دي. نن ورځ د کار اصلي بيې په لوړوالي زيات اضافي لرونکي صنعتي چارې البته بايد مروجې شي. پروفيسر لين يي فو څرګنده کړه:

( درېيم اواز)

که غواړو نوښتي لارې چارې د زياتو کارکوونکو د ګمارلو او د تکنالوژۍ واردولو له پخواني موډل نه د خپل ځان په اتکا بدل شي، نو بايد بېلا بېل اړوند نظامونه تنظيم کړو. د بېلګې په توګه د حکومت منظوري کړۍ کموالی، بېلا بېلې پانګونې او داسې نور.

په حقيقت کې د پروفيسر لين د يادو خبرو معنی د صدر اعظم لي که چيانګ سره نژدې ده، يعنې بايد د بازار او حکومت ترمنځ اړيکې ښې تنظيم شي. د چيني اقتصاد راتلونکي پرمختګ په باره کې پروفيسر لين يي فو پوره باور لري. هغه وايي چې له يوې خوا، چين د يو منځني عايدات لرونکي هېواد په توګه په تخنيکي نوښت، د صنعتي جوړښت په تنظيمونه او د بنسټيزو تاسيساتو په ښه والي کې د پانګونې ډېر زيات فرصتونه لري. له بلې خوا د چين د ملکي زيرمې اندازه ډېره لويه او د ۴۰۰۰بليارډو امريکايي ډالرو په اندازه د بهرنيو اسعارو حکومتي زيرمه هم موجوده ده چې د پانګونې سرچينې يې ډېرې دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای