CRI Online

د چين او افغانستان تر منځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د شپېتمې کاليزې د لمانځنې مېلمستيا په بېجينګ کې جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2015-01-23 21:01:30

له نورو هېوادونو سره د چين د دوستيو ټولنې مرستيال فنګ څوه کو يوه وينا وکړه.

په چين کې د افغانستان لوي سفير محمد کبير فراهي يوه وينا وکړه.

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميتې مرستيالې شن يو يو او لوي سفير محمد کبير فراهي په ګده د يادګرۍ پاکټ پرده پورته کړه. 

ښاغلي جانګ مين چې د پښټو چينايي قاموس په جوړونکو کې يو دی، دغه قاموس لوي سفير ته وړاندې کړ.

 

چيني ماشومانو د ملېمنو لپاره په زړه پورې ننداره وکړه.

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او افغانستان تر منځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د شپېتمې کاليزې د لمانځنې مېلمستيا د جنورۍ د درويشتمې نېټې په شپه په بېجينګ کې جوړه شوه. دغه مېلمستيا له نورو هېوادونو سره د چين د دوستيو ټولنې او په چين کې د افغانستان د سفارت لخوا په ګډه جوړه شوه.

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مرستيال رئيس شن يوی يوی، د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال وزير لوی جن مين، د يادې ټولنې مرستيال فنګ ځوه کو او د اړوندو ارګانونو نورو مسئولانو ، په چين کې د افغانستان لوی سفير محمد کبير فراهي او د دې سفارت ټولو ډيپلوماتانو او په چين کې د ځينو هېوادونو ډيپلوماتانو په شمول يو سلو شلو تنو په دې مېلمستيا کې ګډون وکړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای