CRI Online

د هند او امريکا مشرانو سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2015-01-26 16:47:06

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د جنورۍ په پنځه ويشتمه نېټه د امريکا ولسمشر باراک اوباما د هند له لومړي وزير نارندرا مودي سره په نوې ډيلي کې خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو وويل په ملکي چارو کې د ذروي انرژۍ د کارولو په برخه کې د هند او امريکا تر منځ همکاري ستر پرمختګ موندلی دی. برسيره پر دې، دواړو خواوو پرېکړه وکړه چې د ملي دفاع او سوداګرۍ په ساحو کې خپلمنځي همکاري نوره نږدې شي.

اوباما په همدې ورځ له هند څخه په درې ورځنۍ رسمي ليدنه پيل وکړ. دا د تېر ٢٠١٤ کال په سپتمبر کې امريکا ته د مودي له سفر وروسته، د دواړو مشرانو دوهم ځل ملاقات و.

له دری ساعته خبرو اترو وروسته مودي خبريالانو ته وويل، هغه له باراک اوباما سره ژورې او پراخې مشورې کړې او اعلان يې وکړ چې د دواړو خواوو په ګډو کوښښونو سره يې په ملکي چارو کې د ذروي انرژۍ د کارولو تړون په برخه کې پرمختګ تر لاسه کړی دی. هغه وويل

(( ياد تړون د هند او امريکا په ستراتيژيکو اړيکو کې يوه مهمه برخه ګڼل کېږي او د دواړو هېوادونو تر منځ يو له بل سره د باور نښه هم ده. د دې تړون په لاسليک نه يوازې د دواړو خواوو لپاره نوی اقتصادي فرصت برابر شوی، بلکې د پاکو انرژيو استعمالولو په برخه کې زموږ انتخاب هم پراخ شوی دی. د دوه اړخيز تړون د لاسليکېدو له شپږو کلونو وروسته، اوس دواړه خواوې د سوداګريزې همکارۍ په لور روانې دي چې ډېر د خوښۍ وړ ده.))

په ٢٠٠٨ کال کې هند په ملکي چارو کې د ذروي انرژۍ د کارولو په هکله له امريکا سره يو همکاريز تړون لاسليک کړی و چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو ټينګښت لپاره يو مهم ګام بلل کېده. مګر ور پسې هند د ذروي مسئوليت په اړه يو قانوني سند خپور کړ چې له مخې يې که د توليد په بهير کې کومه پېښه رامنځته شي، نو د ذروي انرژۍ برابروونکي او د پروژې ټېکداره خواوې به ستره اقتصادي دنده پر غاړه واخلي. دغه تړون د هند د ذروي انرژۍ په چارو کې د بېلا بېلو هېوادونو پانګه اچوونکو د پانګونې لپاره يو خنډ ګرځېدلی. دا ځل چې مودي او اوباما د نظريې يووالي ته رسېدلي، له زياتو کلونو راهيسې د هند د ياد تړون په هکله د امريکا شکونه به ليرې کړي. تر اوسه پورې دواړو خواوو د همکارۍ مشخصات نه دي خپاره کړي، خو د يو هندي مامور په قول، دواړو خواوو د همکارۍ مشخص مادې ټاکلې دي. باراک اوباما په دې اړه وويل

(( نن ورځ مو په ملکې چارو کې د ذروي انرژۍ د کارولو په برخه کې د خپلمنځي همکارۍ د هڅولو لپاره سترې ګډې نظريې تر لاسه کړې. موږ ژمنه کوو چې د ذروي انرژۍ همکاريز تړون د پوره تطبيق هڅه وکړو، دا يو ارزښتناک ګام بلل کېږي، څرنګه چې له دې څخه ښکاري، د امريکا او هند تر منځ همکاريزې اړيکې به نورې نږدې شي.))

د دفاعي چارو په برخه کې هند او امريکا پرېکړه وکړه چې د دفاعي چارو هغه چوکاټي تړون نوی کړي چې په ٢٠٠٥ کال کې لاسليک شوی و. د نوي همکاريز چوکاټ له مخې، دواړه خواوې به د ګډو پوځي تمرينونو د زياتولو، د مالوماتو د شريکولو او په سمندرونو کې د امنيتي همکارۍ د پياوړي کولو له لارې خپلمنځي دفاعي اړيکې نورې ټينګې کړي. برسيره پر دې، دواړو خواوو موافقه وکړه چې په ګډه پرمختللي دفاعي تجهيزات استخراج او توليد کړي.

په همدې ورځ د اوباما او مودي تر منځ خبرې اترې د سوداګرۍ او معاملې په برخه کې د خپلمنځي همکارۍ په پياوړتيا، يو له بل سره د پانګونې په پراخوالي او له اقليمي بدلون سره په مقابلې پورې اړوندې وې. هند او امريکا پرېکړه وکړه چې د پانګونې دوه اړخيز تړون په اړه خبرې اترې بيا پيل شي تر څو د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې خنډونه کم شي. باراک اوباما د سيمه ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه پر دې ټينګار وکړ چې امريکا له هند څخه ملاتړ کوي چې د امنيت شورا د دايمي غړي هېواد په توګه وپېژندل شي. دا د امريکا د ولسمشر په توګه هند ته د اوباما دوهم رسمي سفر دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای