CRI Online

د چين عنعنوی خواړه جياو ځه او يوان شياو

cri     (GMT+08:00) 2015-01-26 16:54:27

د چين د عنعنوي جنترۍ له مخې هر کال د جنورۍ په لومړۍ نيټه د چين د پسرلني اختر او د جنورۍ پنځلسمه نيټه د يوان شياو اختر دي. په پسرلني اختر کې د عنعناتو له مخې خلک بايد د جياو ځه په نامه خواړه وخوري او همدا رنګه يوان شياو خوري. دغه دواړه خواړه د چين خاص عنعنوي خواړه ګڼل کېږي.

جياو ځه يا يو ډول منتو د چين د وګړ په تېره بيا د شمالي چين د خلکو يوه ډېره ښکلې او خوندوره غذا ګڼل کېږي. په چين کې هر کال د پسرلني اختر په ورځ کې په هره کورني کې جياو ځه د ډوډۍ پر ميز باندې ډېر مهم ځای لري، خصوصا د شمالي چين په کليو کې د دې اختر د رارسېدو د لومړۍ ورځې په سهار کې د هرې کورنۍ ټول غړي سره يو ځای جياو ځه جوړوي او تر پخولو وروسته يې يو ځای خوري. نو تر يوې اندازې پورې ويل کېږي چې جياو ځه د پسرلني اختر نښه ګڼل کېږي. جياو ځه ځکه په چين کې ډېر رواج لري، يو مهم علت يې دا دی چې په چين کې د جياو ځه په نامه خوراک لرغونی تاريخ لري. د معلوماتو له مخې د چين په تاريخ کې هان د دريو سلطنتو په دوره کې د جياو ځه ذکر د وای سلطنت ليکوالانو په خپلو کتابونو کې کړي دي. په ۱۹۶۸ کال کې کله چې خلکو د ټان د کهول قبر کينده، نو هغو په پخوانيو اثارو کې جياو ځه هم لاسته راوړل. د هغه وخت د جياو ځه شکل د ننني شکل په شان وو. جياو ځه لکه منتو د اوړو نه تيارېږي او په منځ کې يې نور شيان هم وي. د منځ شيان يې څو ډولونه لري. کېدای شي چې په منځ کې بېلا بېلې غوښې، بادرنګ، کب، سره بانجن او هر قسم سابه وي. دا هم کېدای شي چې په منځ کې يې هر ډول شيان وي. جياو ځه پر نرم اور باندې ايشول کېږي يا تودېږي. نو دا ډول جياو ځه خوندور او غذايي معيار يې لوړ دي. دغه راز جياو ځه ډول ډول پخېدای شي، عموماٌ خلک په اوبو کې د ايشولو له لارې جياو ځه پخوي، نو هغه ايشول شوي جياو ځه بلل کېږي چې دغه ډول جياو ځه د هر چا ډېر خوښېږي. که په هرکاره کې سور شي بيا يې سره شوي جياو ځه بولي. چينايان جياو ځه خواړه د نيکمرغۍ خواړه ګڼي. ځکه جياو ځه د پخواني چين د سره او سپين زرو د شمس شکل په شان دي. نو جياو ځه د وګړو په منځ کې د شتمنۍ او نيکمرغۍ نښه بلل کېږي. د عنعناتو له مخې نه يوازې په پسرلني اختر کې جياو ځه خوړل کېږي بلکه په عادي ورځو کې ډېر خلک هم عادت لري چې په کورنۍ مېلمستيا کې د مېلمنو لپاره جياو ځه تيار کړي.

د يوان شياو په نامه خواړه هم د جياو ځه په شان يو ډول عنعنوي نيکمرغه خوراک دی. د چين د عنعنوي جنترۍ له مخې هر کال د جنورۍ پنځلسمه نيټه د يوان شياو اختر ورځې سره برابره وي. په چين کې دغه اختر څه دپاسه دوه زره کلن تاريخ لري. په دې جشن کې چينايان عموماٌ د خپل کور د دروازې په پاسنۍ برخه کې سور رنګه فانوس ځوړندوي او د يوان شياو خواړه خوري. د يوان شياو د جوړونې لپاره بايد د سرېښناکو ورجيو پوډر، وچې ميوې او بوره تيارېږي. عموماٌ له نوموړي پوډر څخه ډوډۍ جوړوي او بيا ترې يو يو بولاني جوړ کړي، وروسته به ميده شوي وچې ميوې او بوره سره يو ځای په نوموړي بولاني کې راتاووي شي او په يو يو کوچيني دايروي شکل يې جوړوي، بيا يې په ايشول شويو اوبو کې پخوي. له دې امله چې يوان شياو دايروي شکل او ډېر خوږ خوند لري، نو دغه خواړه د کورنۍ د يووالي او نيکمرغۍ نښه ګڼل کېږي.

يوان شيا په چين کې په عمده توګه د چين د جنوبي خوا او شمالي خوا پر دوه ډوله ويشل شوي دي چې په دې هکله په جنوبي خوا کې يوان شيا ته تانګ يوان وايي. مثلاٌ د چين د نين بو ښار او د سه چوان ولايت تانګ يوان ډېر مشهور دي او په چين کې د يوان شياو په بازار کې ډېر مهم مقام يې نيولی دی. په چين کې يوان شياو هم د ښې تحفې په توګه د خلکو په منځ کې دوستانو ته ورکول کېږي. دغه راز د چين په پراخو کليو کې داسې رواج هم شته چې په نوموړي اختر کې يوان شياو مړو ته د درناوي لپاره خيراتوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای