CRI Online

دوولس کلن هلک يوه شپه کې مشهور شو

cri     (GMT+08:00) 2015-01-27 16:37:01

د فوټبال اسيايي لوبې روانې دي . متاسفانه چيني ټيم نيمه پايلوبې ته د داخليدو فرصت له لاسه ورکړ ، خو د تېرې دورې لوبو په نسبت يې ښه نومره لاس ته راوړله .

د فوټبال په اسيايي لوبو کې يو دوولس کلن هلک چې ستيفن نومېږي ، ناڅاپه مشهور شو، علت يې دا و چې د چين ټيم د روانې مياشتې د لسمې نېټې په شپه له سعودي عربستان سره د لوبې په مهال کې چيني دروازه ساتونکي وانګ دا لی په داسې حال کې چې د ګول د مخنيوي مخکې يې مخ واړاوه او له يوه استراليايي هلک څخه چې د دروازې په څنګ کې ولاړ و، پوښتنه وکړه چې کومې خوا ته ځان واچوي ، همدغه هلک ستيفن دی، د دوی ترمنځ څه خبرې وشوې ؟ دا يوه معما وه . د پنالتي ګول په وخت کې وانګ د ګول مخه ونيوله . په همدې شپه کې چيني خبريالانو د فوټبال د اسيايي لوبو چارواکي ته ډير زيات زنګونه ووهل او موخه يې د هغه استراليايي هلک موندل و . دغه چارواکي وروسته تر هغه چې علت يې ښکاره شو، په کړس کړس وخندل او ورپسې يې دغه هلک ته بلنه ورکړه چې د چيني ټيم د استوګنې ځاي ته ور شي څو چې د خبري رسنيو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي ، خو مخکې تر دې د استراليا د فوکس ټي وي سټيشن ورسره ځانګړې مرکه کړې وه .

د ستيفن مور په دې خبره شوه چې زوی يې مشهور شوی، باور څرګند کړ چې په راتلونکو څو ورځو کې به يې زوی په رښتيا په کوچني ستوري بدل شي .

راز څه دی ؟ راز ساده و، د مرکې په بهير کې ستيفن په خوښۍ سره وويل چې ما وانګ ته ويلي چې کيڼ خوا ته ځان واچوي . وانګ هم په رښتيا کيڼ خوا ته ټوپ وواهه چې په پايله کې يې ګول بند کړ.

ولې وانګ له ستيفن څخه د ځان اچولو د لوري پوښتنه وکړه ؟ وانګ دا لی خبريالانو ته ځواب ورکړ او و يي ويل چې بوريسبان ته د رسېدو وروسته په لومړي تمرين کې ستيفن د ډګر تر څنګ زموږ ټوپونه شمېرل چې له امله دغه هلک په ياد کې وم او ګمان مې کولو چې زموږ ترمنځ يو ډول خاصه اړيکه تړل شوې ده . نو د ګول مخنيوي لپاره د ځان اچولو مخکې مې ترې تپوس وکړ. وانګ خپلو خبرو ته دوام ورکړ او و يي ويل چې دروازه ساتونکی د پنالتي ګول د مخه نيولو په وخت کې په خپل بخت چليږي . سره له دې چې ستيفن ما ته د ځان اچولو لوري خبر را نه کړ ، عقيده مې هم درلوده چې دغه بخت دده لخوا ما ته را کړل شوی دی.

ايا ستيفن د ښه بخت خاوند و ؟ ځواب يې ښايي ستا له اټکل څخه وتلی وای . په اصل کې ستيفن پخپله د فوټبال ګول ساتونکی دی او د ده درې وروڼه هم ګول ساتونکي دي. د ستيفن مور په وينا ستيفن چې نهو کالو ته ورسيد، د ګول ساتلو دنده يې انتخاب کړه . هغه اوس د بوريسبان د يو کلب د هلکانو ټيم غړی دی. د ده مور وويل چې دې پوښتنې ته د ځواب ورکول مې مشکل دي، ولې زما څلور زامن ټول ګول ساتونکي دي . ستيفن د کريسمس په اختر کې زېږېدلی او دا بې معنا خبره نه وه چې وانګ ته د کيڼې خوا ځان اچولو خبر ورکولو ، زما په اند دا به د يوه ګول ساتونکي په حيث يوه مسلکي ذات دی. د مور خبرو تر اورېدو وروسته ستيفن هوکړه وکړه او و يې ويل چې رښتيا ده چې دا زما غوره انتخاب و ، البته بايد له وانګ څخه مننه وکړم چې زما وړانديز يې ومنلو.

اوس ستيفن د چيني ټيم بختور ستوری دی . ستيفن وويل چې وانګ زما ډير خوښ دی او په راتلونکو سياليو کې به لا هم د وانګ تر څنګ ولاړ وم . د دې سيالۍ تر ختمېدو وروسته وانګ دا لی خاص له ستيفن سره د کتنې لپاره وختي ډګر ته ورسيد او د خپل ټيم يوه جامه يې د ډالۍ په توګه ورکړه چې ورباندی يې خپل نوم ليکلی و. په عين وخت کې ستيفن هم وانګ ته د زيږېدو يو کارت او د کانګورو غوندې يوه نانځکه ورکړل ځکه چې د سعودي عربستان سره د چيني ټيم د سيالۍ ورځ سم د وانګ دا لی د زيږېدو ورځ وه . د ستيفن مور په خوښۍ سره وويل چې ستيفن به د فوټبال د مسلکي ټيم يو ښه ګول ساتونکي وګرځي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای