په ٢٠١٥ کال کې د تېلو بېه په پرله پسې توګه ټيټه شوې ده، د نيويارک د تجارتي توکيو د سوداګريزې معاملې په مرکز کې د سپکو اومو تيلو د سپارښتنې بيه او په لندن کې د برنټ تيلو د سپارښتنې بيه په جلاجلا توګه هر بيلر يبه له پنځوسو امريکايي ډالرو څخه ټيټه شوې ده. په ٢٧ مه نېټه په چين کې د پيټرول او ډيزل بيې د سږکال له پيل راهيسې د دوهم ځل لپاره ټيټې شوې او د هر ټن په بيه کې يې په جلاجلا توګه ٣٦٥ يوانه او ٣٥٠ يوانه ټيټوالی راغلی دی. دا د عامو وګړيو لپاره يوه ښه خبره ده.
((په هره مياشت کې به څه دپاسه ٣٠٠ يوانه وسپموم. دغه شمېر زيات دی.))
(( دا به ښه وي چې د تېلو بيه په پرله پسې توګه ټيټه شي، نو د مالونو د ليږدولو راليږدولوسربيه به کمه شي.))
د ريښتني اقتصاد لپاره د تېلو بيې د ټيټوالي ښيګڼې لازياتې دي. نړيوال اقتصاد ته د کتنې په نوم د نړيوال بانک لخوا تازه خپور شوی رپوټ ښيي،د زياتو نفتو صادروونکو هېوادونو لپاره د تېلو بيې ټيټوالی د زياتوالي د هڅولو،د پولي تورم او د مالي او بهرني فشارونو د مخيوي لپاره ګټور دی، د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د ملي کمېټې چارواکي هان ون که وايي، د تېلو د بيې ټيټوالی نه يوازې د خلکو د ژوند د ښه والي، بلکې هم د هېواد د نفتو د صادرولو مصرفونو د کمولو او د ډېرو ککړتياوو خپروونکو پروژو د محدودولو په برخه کې مثبت رول لري، ښاغلي هان وويل:
(( په خوا د تېلو بيه د هربيلر سل امريکايي ډالره وو، خو اوس نژدې پنځوسو امريکايي ډالرو ته ټيټه شوې ده، اوس هرکال درې مليونه ټنه تيل صادريږي، که د هر بيلر تېلو بيه څلوېښت امريکايي ډالره وي، هر کال کې به ډېرې پيسې وسپمول شي. بله خوا د تيلو د بيې ټيټوالی د مشتريانو لپاره ښه خبره ده، درېيم، هغې پروژې چې چاپيريال ته يې ډېرې ککړتياوې رسولې دي، بازار به له لاسه ورکړي، ځکه چې سربيه يې ډېره لوړه ده.))
د چين د اقتصادي تبادلې مرکز د رئيس مرستيال وو يو تاو وايي، د تيلو د بيې په ټيټوالي سره به د چين اقتصادي فشارونه کم شي، ده وويل:
(( که په سږکال کې د تيلو په بيه کې د ٢٥ امريکايي ډالرو ټيټوالی راشي،لږترلږه پنځوس بليارډه امريکايي ډالره به وسپموو،ويل کيږي چې د اقتصاد لپاره به د پنځوسو بليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت ماليات به کم شي.))
خو د ځينو خلکو په اند د تيلو د بيې ټيټوالی به د چين پر اقتصاد زياتې اغېزې ونه لري. پخوانۍ تجربې ښيي، که د تيلو په بيه کې ١٠٪ ټيټوالی راشي، نو د اومو تيلو د صادروونکي هېواد په اقتصاد کې به له ٠.١ ٪ څخه تر ٠.٥ ٪ پورې لوړوالی رامنځته شي. خو نړيوال بانک د نړيوال اقتصاد ته د کتنې په نوم رپوټ کې ويلي ، چې د چين په اقتصاد کې ښايي يوازې له ٠.١٪ څخه تر ٠.٢٪ پورې لوړوالی راشي. د چين د انرژۍ شبکې چارواکي هان شياو پينګ وايي، دا چې په چين کې تيل دانرژۍ په مصرف کې دومره انډول نه نيسي،نو د تيلو دبيې ټيټوالی به د چين د اقتصادي ودې لپاره زيات هڅوونکی رول ونه لري،
((شمېرنه ښيي، له تېر کال څخه جي ډي پي د تيلو د بيې په ټيټوالي سره نه دی لوړ شوی . تيل زموږ په انرژۍ کې يوازې ١٨٪ برخه نيسي، نو زموږ پر اقتصاد به دومره څرګندې اغېزې ونه لري.))
20150127shishi.m4a
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |