CRI Online

په ٢٠١٤ کال کې د شينجيانګ جي ډي پي د لوړوالي سرعت په هېواد کې څلورم ځای نيولی

cri     (GMT+08:00) 2015-01-28 09:44:35

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شينجيانګ د شمېرنې ادارې او د چين د شمېرنې ملي ادارې د جنورۍ په ٢٧ مه نېټه د شينجيانګ د اقتصادي ودې په اړه رپوټ خپور کړ، چې له مخې يې په تېر کال کې په شينجيانګ کې عمومي توليدي ارزښت له ٩٢٦ بليارډو ژن مين بي يوانو څخه اوښتی او دغه شمېر د وړم کال په پرتله ١٠٪ زيات شوی او د زياتوالي سرعت يې په هېواد کې څلورم ځای نيولی دی.

د شينجيانګ د شمېرنې ادارې مشر وانګ جونګ شان وايي، دا چې د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا بهيرستونزمن ، ورو او پيچلی دی، په تېره بيا د ګاونډيو هيوادونو د پيسو ارزښت ټيټ شوی او اقتصاد يې کمزوری شوی، نو د چين اقتصادي وده له ډېرو فشارونو سره مخامخ ده، په شينجيانګ کې د تيلو، فولادو او سمينټو بيې په لويه اندازه ټيتې شوې او د اوسپنيزو لارو په وسيله د مالونو د ليږدولو راليږدولو بيه په پرله پسې توګه لوړه شوې ده، په عين وخت کې ډېر طبيعي مصيبتونه رامنځته شوي دي. خو د شينجيانګ اقتصادي لوړتيا د هېواد د منځنۍ لوړتيا په پرتله چټکه شوې او ټيټوالی يې د هېواد د منځني ټيټوالي په پرتله ورو شوی دی، ويل کيږي چې د شينجيانګ اقتصاد ثابت پرمختګ موندلی دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای