د سين هوا اژانس دخبر له مخې د جنورۍ ٢٧ نېټه د عام وژنې نړېواله ورځ وه. د م م سرمنشي بان کي مون په همدې ورځ د يوې وينا په خپرولو سره وويل چې نړېواله ټولنه بايد په ګډه دښماني کمه کړي او د متقابل درناوي نړۍ دې جوړه کړي.
بان کي مون وويل چې اوسنی نړۍ د تندلارۍ له ننګونې سره مخامخه ده، رنګارنګ شخړې مخ پر زياتيدو دي او د يهوديانو پرضد بريدونه لاهم موجود دي چې د نړۍ په بېلابيلو ځايونو کې ضعيف کسان يا ډلې د زورزياتۍ په ويرونو کې ژوند کوي. نړېواله ټولنه د بشري حقوقو د ساتلو او د عام وژنې د مخنيوي لپاره لازياتو هلو ځلو ته اړتيا لري.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |