CRI Online

د اسلامي دولت ډلې د يرغملو د تبادلې وروستی ٢٤ سرعته خبرداری ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2015-01-28 09:57:41

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اردن پر ځايي وخت د ٢٥ مې نېټې د مازديګر په پنځو بجو د اسلامي دولت ډلې يوځل بيا د يرغملو د تبادلې وروستی ٢٤ سرعته خبرداری ورکړ. د الابيا تلويزيون او رويټرس خبري اژانس په شمول يو شمېر خبري رسنيو د اسلامي دولت ډلې نوې ويډيو خپره کړه. په دې ويډيو کې ليدل کيږي چې جاپاني يرغمل کينجي ګوتو د اردني پيلوټ مواز ال کسسبح انځور په لاسونو کې نيولی او د ويډيو په پای کې د کينجي ګوتو اواز اوريدل کيږي چې غوښتنې و نه منل شي،نو هغه يوازې د وروستيو ٢٤ ساعتو لپاره ژوند کولای شي.

د اردن پوځي ادارې وويل، نوموړي ويډيو او اواز د څېړنې په حال کې دی. خو جاپان په ٢٧ مه نېټه وويل، چې د جاپان حکومت بيا له اردن څخه غوښتنه کړې چې د يرغمل کينجي ګوتو د ژغورلو لپاره مرسته برابره کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای