د چين د بهرنيو اسعارو ادارې د جنورۍ په ٢٧ مه نېټه دا شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې په ٢٠١٤ کال کې د چين د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ منفي بيلانس له ١٢٠٠ بليارډو ژن مين بي يوانو څخه اوښتی او دغه شمېر د لسو کلونو د پخوا په پرتله ٢٣ چنده زيات شوی دی.
نوموړې شمېرنه ښيي، په ٢٠١٤ کال کې چين له خدمتي سوداګرۍ څخه ١١٣٨ بليارډه يوانه اخيستي ، خو په خدمتي سوداګرۍ کې لګښتونه يې ٢٣٥٤ بليارډو او دريو سوو مليونو يوانو ته رسيدلي وو چې منفي بيلانس يې ١٢٠٠ بليارډه يوانه وو . د چين د سوداګرۍ وزارت د خدمتي سوداګرۍ د ادارې مشر جيو ليو جيوم مخکې ويلي وو چې د خدمتي سوداګرۍ له بيلانس څخه څرګنديږي چې له يوې خوا د چين خدمتي چارې په عمومي توګه په نړيوالو سياليو کې ضعيفې دي او له بلې خوا د چينايانو د عايداتو د لوړتيا او د لګښتي توان د قوي والي څرګندويه هم ده . (زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |