د چين د صنعتي او مخابراتي تکنالوژۍ وزارت د جنورۍ په ٢٧ مه نېټه د ٢٠١٤ کال د هېواد د صنعت او مخابراتو د پرمختګ په اړه رپوټ خپور کړ او ويې ښود چې په تېر کال کې په چين کې د مخابراتو صنعت په ثابته توګه پرمختګ کړی او د 4Gچارې د اټکل په پرتله چټکې شوې چې د کاروونکو شمېر يې ٩٧ مليونو او ٢٨٠ زرو تنو ته رسيدلی دی.
شمېرنه ښيي، د ٢٠١٤ کال تر پايه پورې په چين کې د موبايل شبکې د کاروونکو شمېر ٥٨٣ مليونو تنو ته رسيدلی او د موبايل تېلفونونو په کاروونکو کې يې ٤٥.٣٪ برخه نيولې ده.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |