CRI Online

د فرانسې صدراعظم : د فرانسې او چين ترمنځ همکارۍ اغېزمنې دي

cri     (GMT+08:00) 2015-01-28 14:40:44
د فرانسې صدراعظم : د فرانسې او چين ترمنځ همکارۍ اغېزمنې دي

د فرانسې صدراعظم منويل والس به د روانې مياشتې له ٢٩ نيټې څخه تر ٣١ نيټې پورې چين ته رسمي سفر وکړي چې دا به د صدراعظم په توګه له ټاکنې وروسته چين ته د ده لومړی سفر وي. هغه څو ورځې مخکې د سين هوا اژانس له خبريال سره په يوه کتبي مرکه کې څرګنده کړه چې د فرانسې او چين ترمنځ تګ راتګ عنعنوي او فعال دی او فرانسه هيله لري چې په راتلونکي کې له چين سره همکاري پياوړې کړي.

نوموړي همدارنګه وويل چې د فرانسې او چين ترمنځ اړيکې دوه ځانګړتياوې لري يو يې اوږد تاريخ لري او بل يې له ځواکونو څخه ډک دی. سږ کال به دواړه خواوې په بېلابېلو ساحو کې همکارۍ پراخې کړي. په تيره بيا په فرانسه کې له تروريستي بريد وروسته دواړو خواوو پريکړه کړې چې د تروريزم پر ضد ساحه کې همکاري پياوړې کړي.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای