د ٢٠١٤ کال تر پايه پورې په چين کې په ترافيکي شبکه شاملو موټرونو شمير 264 مليونو عرادو ته رسيدلی او د موټرو چلوونکو شمير 300 مليونو تنو ته رسيدلی دی.
د عامه امنيت وزارت د ترانسپورټ رياست په ٢٧ نېټه ياد رقم خپور کړی دی. د دغه رياست د اړوند چارواکي په قول خلک موټرونو ته ډيرې اړتياوې لري او دغه شمير مخ پر زياتيدو دی. په ٢٠١٤ کال کې 21 مليونه 880 زره نوي موټرونه تازه ترافيکي دوران کې ثبت شوي او 17 مليونه 70 زره نوي موټرونه زيات شوي دي.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |