CRI Online

د المان ولسمشر د اوسچويتز(Auschwitz) متمرکز کمپ د ازادېدو ۷۰مې کليزې د يادونې په مناسبت وينا وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2015-01-28 15:53:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جنورۍ په ۲۷ مه نيټه د المان فدرالي پارلمان د اوسچويتز متمرکز کمپ ازادېدو د ۷۰مې کليزې د يادونې په مناسبت فعاليت تر سره کړ. د دغه هېواد ولسمشر جواچيم ګوک په ياد فعاليت کې ګډون وکړ او د وينا په خپرولو سره يې دغه خبره تکرار کړه چې المانيان بايد په عام قتل کې پر ټولو قربانيانو باندې خواشيني څرګنده کړي. هر الماني بايد په اوسچويتز متمرکز کمپ کې پر ټول وژنې اعتراف وکړي.

۲۷مه نيټه د پولنډ د اوسچويتز متمرکز کمپ د ازادېدو له ۷۰مې کليزې سره برابره وه. د المان فدرالي پارلمان د دې په مناسبت يوه ځانګړې غونډه جوړه او د دوهمې نړېوالې جګړې په ترڅ کې يې د نازيزمی المان لخوا پر ټولو وژل شويو باندې خواشيني څرګنده کړه. د المان ولسمشر ګوک، صدر اعظمې ميرکل، د کابينې او پارلمان ټول غړي په ياده ځانګړې غونډه کې ګډون وکړ. ولسمشر ګوک يوه وينا خپره کړه.

( لومړی اواز)

هر څوک چې د اوسچيتز متمرکز کمپ پر عام قتل اعتراف نه کوي، نو د يو الماني په توګه ځان هم نه پېژني. ټول المانيان بايد په ياد عام قتل کې د ټولو قربانيانو پر وژنې خواشيني څرګنده کړي.

د ۱۹۴۵کال د جنورۍ په ۲۷ نيټه د پخواني شوروي اتحاد سره پوځ اوسچويتز متمرکز کمپ ازاد او کابو ۷۰۰۰ تنه ژوندي پاتې شوي يې خوشي کړل. خو په مخکنيو ۵ کلونو کې الماني نازيانو په دغه کمپ کې نژدې يو لک او سل زره تنه وژلي چې اکثريت يې يهوديان وو. ولسمشر ګوک په دې اړه څرګنده کړه چې المانيان په تېره بيا د المان ځوانان بايد د دغه تاريخ په مناسبت ژور فکر وکړي او ترې دې تجربې زده کړي.

( دوهم اواز)

زه به د خپلو سترګو تر پټولو پورې د دوی په وژنې پېښمان وم او د دې فکر به وکړم چې ولې د احترام وړ د الماني کلتور په ځمکه کې د انسانانو پر ضد دومره ستره ګناه پيدا شوه. سره له دې چې د المان اوسنی حکومت د ياد تاريخ په اړه توضيحات او څرګندونې ډېرې روښانې او ور سره موافق يم، خو زړه مې لا هم ارام نه دی او د مخکني نسل کړه وړه نشم درک کولای.

۱۹۷۰کال د لويديځ المان وخت صدر اعظم ويلي برندټ د پولنډ په وارسو(Warsaw) ښار کې د بخښنې غوښتلو په خاطر د دوهمې نړيوالې جګړې د قربانيانو د يادېدونکي څلي پر وړاندې ګونډه ووهله چې زياتې پاملرنې يې جلب کړې او په دې اثر يې د نوبل سولې جايزه تر لاسه کړه. د ۱۹۷۷ کال په نومبر کې د المان وخت صدر اعظم هېلمت سچميدټ د پولنډ اوسچويتز متمرکز کمپ ته لاړ او يو ځل بيا يې بخښنه وغوښتله. د ۱۹۹۵ کال په جنورۍ کې ښاغلی رومن هيرزوګ د المان لومړی ولسمشر ګرځېدلی چې د بخښنې غوښتلو لپاره پخپله اوسچويتز متمرکز کمپ ته تللی. په ۱۹۹۶کال کې هغه په المان کې د يادونې ورځې په توګه د جنورۍ ۲۷مې نيټې د ټاکلو اعلان وکړ. تر اوسه پورې الماني حکومت د هر کال په همدې ورځ د يادونې فعاليت تر سره کوي او د دوهمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې د نازيانو لخوا پر وژل شويو وير څرګندوي. خو د اوسني ولسمشر ګوک په اند دا کافي نه ده. هغه له المانيانو څخه غوښتنه وکړه چې بايد له پخوانيو تجربو زده کړي او په سوله کې د بېلا بېلو تمدنونو او مذهبونو ترمنځ ګد ژوندوکړي.

(درېيم اواز)

نن موږ هم بايد د بهرنيانو پر ضد د دوښمنۍ او زور زياتي له هر ډول بد عمل سره مخالفت وکړو او هغو بې کوره کسانو ته دې يو امن ځای برابر کړو چې د ظلم، جګړې يا ترهګرۍ له امله المان ته کډوال شوي دي.

ولسمشر ګوک به تر دې وروسته د يادونې په فعاليت کې د ګډون په خاطر هم اوسچويتز متمرکز کمپ ته ولاړ شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای