CRI Online

د افغانستان د نوې کابينې له نوماندانو څخه يوازی نهه تنه ولسي جرګې تائيد کړل

cri     (GMT+08:00) 2015-01-29 09:35:23

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان ولسي جرګې د جنورۍ په اته ويشتمه نېټه د نوې کابيې د نوماندانو په اړه رايګيري تر سره کړه چې د ولسمشر اشرف غني لخوا معرفي شوي وو، په پايله کې له اتلسو تنو څخه يوازې نهه تنه تائيد  شول.

اشرف غني د روانې مياشتې په دوولسمه نېټه د نوې کابينې په هکله د اوو ويشتو کانديدانو ليست خپور کړ. د پارلمان د ولسي جرګې په دغې رايګيرۍ کې د کورنيو چارو وزير، د ماليې وزير او د بهرنيو چارو وزير په شمول نهه تنه کانديدان تائيد شول. د دفاع وزير په شمول د نهو تنو رايې له پنځوس + يو څخه کمې وې، نو رد  شول. له دې نه پرته، نور نهه تنه د دوه ګونې تابعيت او يا د زده کړې او کاري تجربو سند د جعل له امله د تعليق حال کې دي، نو د دوی په اړه رايګيري نه ده تر سره شوې.

تائيد شوي کانديدان به په نږدې وخت کې خپلې دندې پر غاړه واخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای