د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افريقايي ټولنې د شورا مرستيال رئيس عرستوس مونچا د جنورۍ په اته ويشتمه نېټه وويل چين د ايبولا ويروس سره د مقابلې لپاره د لوېديځې افريقا له هېوادونو سره ډېرې مرستې کړې دي.
نوموړي د افريقايي ټولنې په مقر کې د چين له مرستو څخه ډېره مننه څرګنده کړه او و يې ويل چين نه يوازی اړوندو هېوادونو ته پيسې، درمل او تجهيزات ورکړي، بلکې دغو هېوادونو ته يې ګڼ شمېر طبي کارکوونکي ليږلي دي. هغه زياته کړه اوس د لوېديځې افريقا په هېوادونو کې د ايبولاس ناروغۍ حالت ګام په ګام کنټرول شوی، خو د دې ناروغۍ د پای ته رسولو د اعلانېدو وخت نه دی رسېدلی.
د نړيوال روغتيايي سازمان د يوې شمېرنې له مخې، د جنورۍ تر يوويشتمې نېټې پورې د ايبولا ويروس له امله ٨٦٤٢تنه مړه شوي او څه دپاسه شل زره تنه نور په دې ويروس اخته شوي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |