CRI Online

د واورې اورښت له امله شپېته مليونه تنه کسان زيانمن شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2015-01-29 09:46:57

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د واورې اورښت له امله د امريکا په شمال ختيځ کې شپېته مليونه تنه کسان زيانمن شوي دي. د جنورۍ تر ٢٨مې نيټې پورې نهه زره او اته سوه الوتنې لغوه شوې او دوولس زره الوتنې ځنډول شوي دي.د دې بدې هوا پر وړاندې په دې سيمه کې اقتصادي عملونه په لنډمهالي توګه بند شوي دي. د اقتصادپوهانو په اند دغې بدې هوا ښايي يادې سيمې ته يو مليارډ امريکايي ډالره اقتصادي زيانونه ورسوي.

د مودي نومې د شنونکې موسسې د اټکل له مخې،ښايي د سختې واورې د اورښت له امله مستقيم اقتصادي زيانونه يو مليارډ او دوه سوه او پنځوس مليونه امريکايي ډالرو ته ورسيږي او په ځينو سيمو کې اقتصادي زيانونه له دغه رقم څخه زيات وي.غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای