CRI Online

د اسراييلو او لبنان تر منځ د سرحدي سيمې اوضاع ترينګلې شوې

cri     (GMT+08:00) 2015-01-29 10:08:18

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسراييلو د دفاع پوځ وياند د جنورۍ په اته ويشتمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د لبنان يو توغندی د اسراييلي پوځ پر يو موټر ولګېد او له امله يې څو تنه اسراييلي سرتيري مړه يا ټپيان شوي. ور پسې اسراييلي پوځ د لبنان پر جنوبي سيمې د توغنديو بريدونه وکړل. د لبنان حزب الله پر اسراييلي پوځ د بريد پړه پر غاړه واخيستله، دغه راز د اسراييلو او لبنان تر منځ په پوله کې اوضاع ترينګلې شوې ده.

د اسراييلو لومړي وزير نيتانيا هو په همدې ورځ د اسراييلي پوځ په قوماندانۍ کې يوه بيړنۍ غونډه کې د دغو ترينګلو اوضاعو په اړه وويل بريدګرو ته به سخته سزا ورکړي.

د لبنان لومړي وزير تمام سلام هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د لبنان پر جنوبي سيمې د اسراييلو د توغنديو بريد غندنه وکړه.

په لبنان کې د م م همغږي کوونکې سکريد کاګ له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې سړه سينه وساتي او نور ويجاړوونکي عملياتو مخه  دې ونيسي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای