د سينهوا اژانس د خبر له مخې د لبنان د پان عرب مدين تلويزيون د جنورۍ په ٢٨مه نېټه خبر ورکړ چې د اسلامي دولت ډلې نيول شوې غړې ساجده الرشوي د همدې ورځې په شپه سوريې ته داخل شوې تر څو د اسلامي دولت ډلې له خوا نيولی شوي له اردني پيلوټ معاض الکاساسبه او جاپاني کانجي ګوتو سره تبادله شي.
د خبر له مخې اردن به د سوريې په راقا ولايت کې ساجده الرشوي خوشی کړي تر څو له نوموړو دواړو يرغملو سره تبادله شي. خو نور تفصيلات لا نه دی څرګند شوی.
د اردن حکومت په همدې ورځ وويل چې دوی فکر کوي چې ساجده الرشوي خوشی کړي،خو مخکنی شرط دا دی چې لومړی بايد کاساسبه خوشی کړي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |