د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د جنورۍ په اته ويشتمه نېټه وويل که څه هم د ذروي مسئلې خبرو اترو په اړه پوره تړون د لاسليکېدو شتونتيا لري، خو لوېديځې هېوادونه بايد د خبرو اترو بهير چټک کړي، ايران په دې اړه محدود صبر لري.
نوموړي وويل اوس د خبرو اترو اړوندو خواوو ځينې موافقې تر لاسه کړې چې په ايران کې ټول ذروي تاسيسات به نه تړل کېږي، ايران د يورانيمو د غيني کولو حق ساتي او پر ايران بنديزونه به په راتلونکی کې لغوه شي. برسيره پر دې، د اټومي انرژۍ نړيواله اېجنسۍ به په دوامداره توګه د ژنيو تړون د تطبيق په هکله د ايران څارنه وکړي. (هيله )
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |