د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د ٢٠١٥ کال لپاره د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ کال د پيل مراسم چې په چين کې د پاکستان سفارت او له نورو هېوادونو سره د چين د دوستۍ ټولنې له خوا په ګډه جوړ شوی، د جنورۍ په ٢٨مه نېته په بېجينګ کې تر سره شول.د چين د دولت رئيس مرستيال لي يوان چاو، د پاکستان د ولسي جرګې مشر سردار اياز صديق، د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال ليو جيان چاو او د چين د بهرنيو اړکيو وزارت مشر لي جون په دې مراسمو کې ګډون وکړ.
ښاغلي سرداراياز صديق له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د چين او پاکستان ترمځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له راهيسې دواړو هېوادونو له ډېرو ننګونو سره مقابله کړې او اړيکو يې پرمختګونه موندلي دي.٢٠١٥ کال د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ کال دی .دواړه خواوې به په دې کال کې يو لړ فعاليتونه تر سره کړي او په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځی همکاري پياوړې کړي.غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |