CRI Online

د ٢٠١٤ کال لپاره د سپورټ په ډګر کې غښتلو شخصيتونو ته د جايزې ورکولو مراسم تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2015-02-03 18:27:31

د ٢٠١٥ کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د ٢٠١٤ کال لپاره د سپورټ په ډګر کې غښتلو شخصيتونو ته د جايزې ورکولو مراسم تر سره شول.

په دغو مراسمو کې تر ټولو د پاملرنې وړ جايزې غښتلې  لوبغاړې او لوبغاړي ته ورکړې شوې. د تينس په اړه مشهورې چيني لوبغاړې لي نا د غښتلې ښځينه لوبغاړې په توګه ووياړل شوه. لي نا دوه ځلې د تينس په نړيوالو سياليو کې اتلولي تر لاسه کړه. درې دېرش کلنه لي نا اوس اميدواره ده او په ډېره خوشحالۍ يې دغه جايزه ومنله. برسيره پر دې، لي نا په دغو مراسمو کې د قضاوت کوونکو لويه جايزه هم تر لاسه کړه. لي نا وويل

(( ډېره خوشحاله يم، دا زما دريم ځل دی چې د غښتلې ښځينه لوبغاړې جايزې تر لاسه کړې او د لومړۍ ځل لپاره مې دغه جايزه ومنله، زما له روزونکي کلوس او زموږ له ډلې څخه ډېره مننه کوم. د تينس له ټولو پخوانيو غښتلو لوبغاړو څخه ډېره مننه کوم. په راتلونکی کې به د تينس په شمول د چين د سپورټي چارو پرمختګ د هڅولو لپاره کوښښ وکړم. ))

لي نا د خبريال پوښتنې ته د ځواب ورکولو په وخت کې زياته کړه چې د خپل اولاد کار پلان يې لا تر اوسه نه دی ټاکلی، خو هغه به ورته وړانديز وکړي چې د سپورټ په اړوندونو کارونو کې بوخت شي، ښه به وي.

د لامبو وهلو په اړه د چين ځوان لوبغاړي نينګ ځه تاو د غښتلي نارينه لوبغاړي په توګه ووياړل شو. نينګ ځه تاو په ١٩٩٣ کال کې وزېږېدل شو او د ٢٠١٤ کال د جنوبي کوريا په ين چوان ښار کې يې د اسيايي سپورټي لوبو د لامبو وهلو په سياليو کې څلور طلايي مډالونه تر لاسه کړل. په عين وخت کې يې د سلو مترو ازاد لامبو نوی اسيايي ريکارډ جوړ کړ. دغه راز نينګ ځه تاو په ټول چين او حتی اسيا کې ډېرې پاملرنې جلبې کړې.

دوه ويشت کلن نينګ ځه تاو نه يوازې د لامبو وهلو غښتلې وړتيا او استعداد لري، بلکې د ښکلې بڼې او ټينګ هوډ لرونکی هم دی. نو اوس هغه په چين کې ډېر د هر کلي او پام وړ دی. کله چې هغه په دغو مراسمو کې د غښتلی نارينه جايزه ومنله، ټول سټيديوم د ناوې وهلو له لوړو اوازونو څخه ډک و. نينګ ځه تاو وويل

(( دا جايزه زما له نظر څخه وتلې لوړه ده، له تاسو ټولو نه ډېره مننه کوم. زه به په راتلونکی کې په دوامداره توګه لا کوښښونه وکړم. ))

د چين مشهور لوبغاړي ياو مينګ نينګ ځه تاو ته دغه جايزه ورکړه.

د چين د واليبال ښځينې لوبډلې هم په دغو مراسمو کې برياليتوبونه تر لاسه کړل. د دې لوبډلې لارښوونکې لانګ پينګ د غښتلې لارښوونکې په توګه ووياړ شوه، لوبغاړې يوان شين يوې د غښتلې نوې لوبغاړې جايزه تر لاسه کړه او دغه لوبډله د غښتلې لوبډلې په توګه هم وپېژندل شوه.

لارښوونکې لانګ پينګ د يادې جايزې د منلو په وخت کې وويل

(( له واليبال سره ستاسو له مينې څخه ډېره مننه کوم. دغه جايزه بيخي زما له اټکل څخه وتلې ده، څرنګه چې ډېرو لارښوونکو زما په پرتله غښتلي برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. هيله لرم چې زموږ لوبډله په راتلونکې کې لا نور ښه برياليتوب تر لاسه کړي. ))

دا يو واقيعت دی چې د چين د واليبيال ښځينه لوبډلې په ٢٠١٤ کال کې اتلولي نه ده تر لاسه کړې، خو دغې لوبډلې په همدې کال کې د واليبيال په نړيواله اتلولۍ کې دوهم ځای ونيوه چې د فوبټال، باسکتبال او واليبيال د دريو لوبو بالو په ساحه کې د چين د يوازنۍ ليدو وړ برياليتوب بلل کېږي. نو دغې لوبډلې په دغو مراسمو کې دومره جايزې تر لاسه کړې.

په دغو مراسمو کې د غښتلي ټيم او غښتلي برياليتوب تر لاسه کوونکې جايزې په شمول ټولې وړياړې اړوندو شخصيتونو ته ورکړل شوې دي. دغه مراسم د چين د ټولو شخصيتونو لپاره يوه له شوق او زوق څخه ډکه غونډه وه.

 

 

 

 

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای