CRI Online

د چين د ښوونې وزارت په ښوونځيو کې د فوټبال لوبې د ترويج لپاره له مشهورو لوبغاړو سره همکاري کوي

cri     (GMT+08:00) 2015-02-11 14:27:00
د چين د ښوونې وزارت په ښوونځيو کې د فوټبال لوبې د ترويج لپاره له مشهورو لوبغاړو سره همکاري کوي

څو ورځې مخکې د چين د ښوونې وزارت د GLS کلب يعنی د نړيوالو مشهورو ستوريو له کلب سره د چين په ښوونځيو کې د هلکانو د فوټبال لوبې د ترويج تړون لاسليک کړ، بيا د فبرورۍ په درېيمه نېټه يې د بېجينګ په با يي ښوونځي کې خبريالانو ته د دې پلان تفصيلات معرفي کړل. د ايټاليا د فوټبال پخواني مشهور لوبغاړي اليساندرو نېستا او مارکو ماترازي او د هسپانيا د ريل مادريد کلب پخواني مشهور لوبغاړي ميشل سلګادو هم دغه ښوونځي ته ورغلل او د هلکانو د تمرين او سيالۍ لارښوونه يې وکړه.

د مالوماتو له مخې، د چين د ښوونې وزارت به د ايټاليا د فوټبال سيستم پر بنسټ د نورو هېوادونو غښتلي لوبغاړي هم وګوماري، په عين وخت کې به په ښوونځيو کې د هلکانو د روزنې او سيالۍ، د ښوونيزو اصلاحاتو، د ښوونکو د روزنې، کلتوري تبليغ او نورو هېوادونو ته د غښتلو زده کوونکو د ليږلو په برخو کې له GLS کلب سره نږدې همکاري وکړي. برسيره پر دې، ياد وزارت پلان لري چې سږ کال په چين کې د سيالۍ او په ښوونځيو کې د فوټبال مهارتونو د زده کړې او تمرين په اړه د هلکانو د لارښوونې لپاره پنځه دېرش تنه مشهورو بهرني لوبغاړو ته بلنه ور کړي.

په همدې ورځ يادو دريو تنو نړيوالو پخوانيو لوبغاړو په با يي ښوونځي کې د هلکانو د تمرين لارښوونه وکړه او له دوی سره يې سيالي هم وکړه. دغو تجربې لرونکو پخوانيو لوبغاړو هلکانو ته د فوټبال په لوبه کې سخت رقابت او دلچسپي څرګنده کړه. نېستا وويل

(( زه د شلو کلونو لپاره د فوټبال په لوبو بوخت وم، هيله لرم چې د چين د ښوونې وزارت او GLS کلب تر منځ د همکارۍ له لارې، د فوټبال لوبې په اړه خپلې تجربې چيني هلکانو ته ورزده کړم تر څو دوی په راتلونکي کې د چين د فوټبال لوبې د پياوړتيا لپاره خپل خدمتونه ترسره کړي. دا زما اميد او ارمان هم دی. ))

سلګادو دې ته اشاره وکړه چې دوی به په دغه همکاريز پلان کې کلتوري توپيرونه ليرې کړي. هغه وويل

(( چيني هلکان د فوټبال په لوبه کې ډېر لوړ استعدادونه لري، خو د فکر کولو او د تمرين کولو په هکله د چينايانو لارې چارې له اروپا سره ډېر توپيرونه لري. دا هم په دې پلان کې زموږ د ګډون کولو علت دی، موږ غواړو د فوټبال په هکله د اروپا نظرونه له چيني کلتور سره يو ځای کړو. د ځوانانو او هلکانو او حتی د ټول هېواد د فوټبال سويې د لوړتيا لپاره مهم کارونه دا دي چې لومړی بايد په دې لوبه کې د ګډون لپاره هر تن ته اسانتيا برابره شي، دوهم، بايد مسلکي لوبغاړي وروزل شي، دا زموږ لپاره تر ټولو لويه ننګونه ده.))

د ښوونې وزارت د سپورټ ، روغتيا او د هنري ښوونې د ادارې مشر وانګ دنګ فنګ په ښوونځيو کې د فوټبال د ترويج په اړه داسې وويل

(( په ښوونځيو کې د بدني روزنې او تربيې درې موخې دي چې لومړی د زده کوونکو د بدني کيفيت لوړول ، دوهم له سپورټي مهارت څخه د عمري ګټې اخيستل ، درېيم، د سپورټي سياليو او فعاليتونو له لارې د زده کوونکو د سالم شخصيت جوړول دي . برسيره پر دې، ډېر زيات ځوانان او هلکان په دې زړه وړونکې لوبه کې ګډون کولای شي چې د نورو لوبو په نسبت ډير زيات نندارچيان راجلبوي، تر څو د چين د فوټبال لوبې د ګړندي پرمختګ لپاره ډير زيات غښتلي لوبغاړي وروزل شي . ))

اوسمهال دا ستونزه موجوده ده چې په ښوونځيو کې د فوټبال لوبې د ترويج لپاره د ډګرونو او روزونکو شمير کم دی. ښاغلي وانګ دنګ فنګ وويل ټول ښوونځي بايد د دې ستونزې د لېرې کولو لپاره تر ممکنه حده پورې د لوبې ډګرونه وکاروي . ښاغلي وانګ زياته کړه چې موږ بايدخپلې دندې ښه ترسره کړو او په عين وخت کې بايد د نړۍ له پرمختللو تجربو څخه ګټه واخلو .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای