CRI Online

داويد کامرون د پسرلني جشن د لمانځنې لپاره په خپله وينا کې وايي سږ کال د بريټانيا او چين تر منځ د اړيکو د پرمختګ طلايي کال دی

cri     (GMT+08:00) 2015-02-15 15:45:27

 د بريټانيا لومړي وزير داويد کامرون د چين د پسرلي جشن د رارسيدو په درشل کې په خپله وينا کې وويل، سږ کال د بريټانيا او چين تر منځ د اړيکو د پرمختګ طلايي کال دی.

هغه وويل، په وروستيو کلونو کې، د بريټانيا او چين تر منځ اقتصادي اړيکې په پر له پسې ډول پياوړې شوې. د چين کلتور، خوراکونه، تخنيکونه او جامې د عامو بريټانيايانو په ژوند مهمې برخې دي. د بريټانيا توليدات، خدمتونه او هنر هم ورځ په ورځ د چينايانو ژوند ته ننوتلي دي. د جاګويار لانډ روير موټر (Jaguar Land Rover) او بوربيري (Burberry) په ګډون مارکونه د چين په ښارونو او علاقه داريو کې ډېر مشهور دي.

کامرون په بريټانيا کې د اوسيدونکيو چينايانو څخه مننه هم څرګنده کړه. هغه وويل، چينايانو د بريټانيا کلتور، د استوګنې سيمو او تجارت ته ستر خدمتونه برابر کړي، بريټانيا د چينايانو د دايمي او ټينګو خدمتونو له امله لا ښکلی شوی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای