CRI Online

په نړۍ کې يوازی زه او توپان موجود و---- د جنوبي قطب د اخري طاقت په ماراتون ځغاسته کې لوبغاړی چن پن بين

cri     (GMT+08:00) 2015-02-17 21:45:34

د ٢٠١٤ کال د نومبر په شلمه نېټه چيني ځوان چن پن بين په جنوبي قطب کې د سلو کيلومترو په واټن ماراتون ځغاسته کې اتلولي تر لاسه کړه. دغه لوبه د انسان اخري طاقت ننګوي يا د اخري طاقت لوبه ورته ويل کېږي. په ٢٠١٠ کال کې د شينجيانګ له صحرا څخه د همدې کال تر جنوبي قطب پورې، چن پن بين په څلورو کلونو او پنځو مياشتو کې په ګرده نړۍ کې لومړی داسې لوبغاړی ګرځېدلی چې په اوو لويو وچو کې يې ټولې ماراتون ځغاستې بشپړې کړې دي

جنوبي قطب ته له تلو مخکې، چن پين بين د ځان لپاره د سپينو زرو يوه غاړکۍ واخيسته چې د ځمکې د کرې په شان ګرد شی پکې ځوړند دی. هغه هيله وښودله چې دغه ګرد شی ورته نيکمرغۍ ورسوي. په عين وخت کې دغه شی هم يوه نښه ده چې هغه په اوو وچو کې ټولې د اخري طاقت ځغاستې بشپړې کړې دي. په تېرو څلور نيمو کلونو کې چن پن بين د اوو لويو وچو په ماراتون ځغاستو کې د يو زرو دوو سوو پنځوسو کيلومترو په اوږدوالي لارې وهلې دي .

د تېرو شپږو ځلو په نسبت، په جنوبي قطب کې ځغاسته ډېره ځانګړې وه. د هوا تودوخې درجه منفي دېرشو ته رسېدلې ، او د لوبغاړو ډلې له ټاکلي شپېتو کسانو څخه يوازی شپږو تنو ترسره کړه. په دې لوبه کې سخت طبيعي چاپېريال د لوبغاړو لپاره ډېره لويه ننګونه بلل کېږي.

ټولو ته مالومه ده چې په جنوبي قطب کې هر ځای سپين دی او هلته د پنګوين په نوم يو ډول سمندري مرغان اوسېږي چې لنډې پښې او وزر لري خو الوتلاى نشي . د اټکل لمخې، له دغه ډول مرغانو سره يو ځای منډې وهل په زړه پورې فعاليت ګڼل کېږي. خو د چن پن بين په وينا، هغه سيمه د جنوبي قطب په منځ کې ده او د سختې يخنۍ له امله، هلته حتی پنګوين هم ليدل نه کېږي. کله چې هغه تازه جنوبي قطب ته ورسېد، لومړی خاطره يې دا وه چې هلته هر شی سپين ښکارېدل، ټول غرونه واورو پوښلي و . هغه وويل

(( هغه خاطره ډېره عجيبه وه داسې لکه په نړۍ کې يوازی زه او توپان وي، د طبيعي توان په مخ کې انسان ناڅيزه او بې توانه دی. ))

واورين کور يعنې د واورو د رڼا انعکاس له امله د سترګو ړندېدل ناروغی د لوبغاړو لپاره تر ټولو لويه ننګونه وه. چن پن بين وويل

(( اوس مې هم سترګې د پرانيستلو په وخت لا هم خوږيږي ، د ٢٠١٤ کال په فبرورۍ مياشت کې مې په واورينه سيمه کې تمرين کړی، له دې امله چې د منډی وهلو په بهير کې به مې پر سترګو لړه ښکارېده ، نو د سترګو د ساتلو لپاره مې اوه اته عينکې واخيستلې.

د منډې وهلو په ترڅ کې سخت باد بله تر ټولو لويه ستونزه وه او په سخت باد کې لوبغاړي حتی نشوای درېدلی او په باد او واورو کې د نښو ښودلو جنډۍ هم نه ښکارېدې او د بې پروايي له امله به ټاکلې لارې کله کله ورکېدې. چن پن بين د لوبې په لومړيو وختونو کې غوښتل چې اتلولي وګټي ، خو د درېو کړيو د ترسره کولو وروسته نهيلی شو .ځکه چې باد ډير سخت و او حتی يوولس درجې ته رسېده .

جنوبي قطب ته د سفر يادګاري نښه پرته له ميډال نه د ده په مړوند د يخنۍ له امله جوړ شوی ټپ دی. هغه وويل چې د ځغاستې په پای کې خولې چې له لستوڼي څخه بهېدې او د لستوڼي په خوله کې به کنګل شوې، خو دغه درد د ده لپاره حوصله ورکوله، خو د ځغاستې د نهمې کړۍ په وخت کې د ده طاقت اخر ته ورسيد. هغه وويل:

(( هغه وخت کې ډير يخ و او خيمې ته تر ننوتلو وروسته مې و نه غوښتل چې بهر ته ووزم . ))

که څه هم ننګونې دومره لويې وې ، خو د څلورو کلونو د تمرينونو او د يو کال د چمتوالي په رڼا کې چن پن بين دغه سخته ځغاسته بلاخره ترسره کړه.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای