CRI Online

په شان شي ولايت کې د سکي وهلو څپه راپورته شوه

cri     (GMT+08:00) 2015-02-26 09:22:28
په شان شي ولايت کې د سکي وهلو څپه راپورته شوه

د سکي وهلو لوبه د چين په ځينو لويو ښارونو کې لکه بېجينګ او شانګهای ، ډېر کالونه مخکې پيل شوې او ډېر مينوال لري. خو د چين په مرکزي يا لوېديځو ښارونو کې لږ ليدل کېږي. مګر په ٢٠١٤ کال شان شي ولايت کې د سکي وهلو لوبه ناڅاپه ګرمه شوې او ګڼ شمېر مينه وال يې راپيدا شوي دي.

غر ته د پورته کېدلو په اړه د شان شي ولايت د ټولنې سرمنشي چن جنګ خبريال ته وويل د ساعتېرۍ لارې چارې د ژوند له سويې سره نږدې اړيکې لري. هغه زياته کړه چې اوس په شان شي ولايت کې د سکي وهلو داسې ديارلس ډګرونه موجود دي چې پيمانه يې لويه ده، يوازې په ٢٠١٤ کال کې څلور پنځه ډګرونه نوي جوړ شوي. اوس په شي ان، تونګ چوان، باو جي او هان جونګ ښارونو کې د سکي وهلو ډګرونه هم ليدل کېږي چې شاوخوا ډېر سيلانيان او مينه وال جلبوي.

په شان شي ولايت کې د سکي وهلو ډګرونه نه يوازې ډېر دي، بلکې کيفيت يې هم ډېر ښه دی، څرنګه چې په شان شي ولايت کې ډېر غرونه پراته دي. ښاغلي چن جنګ وويل د چن لينګ په نوم لوی غر د شان شي په ولايت کې دی، نو دلته نه يوازې د تای بای شان په نوم د سکي وهلو طبيعي ډګر موجود دی چې تل پر واورو پوښلی وي، بلکې ډېرې غونډۍ پکې ليدل کېږي چې ښه جغرافي موقعيت لري.

ښاغلي چن جنګ خبريال ته مالومات ورکړل چې د هان جونګ ښار په ليو با ولسوالۍ کې د سکي ډګر ډېر ځانګړتيا لري. د دې ډګر روزونکي شياو چن مخکې د بېجينګ د سکي په يو ډګر کې کار کولو، د ده په اند، که څه هم اوس د شان شي ولايت په سکي وهلو ډګرونو کې د منځنۍ او لوړې درجې لارې کمې دي، خو د ډګرونو پيمانې يې لويې دي. لکه د ځه بای شان ډګر پراخوالی شل هکتاره دی او د پلان له مخې به يو سلو درې دېرشو هکتارو ته پراخ شي چې په ټول هېواد کې به لوی وي.

اوس په شي ان ښار کې سکي وهل غر ته د پورته کېدلو پر ځای د کور څخه بهر د سپورټ په اړه د ډېرو کسانو لومړی انتخاب ګرځېدلی . په ويبپاڼه کې، هره ورځ د سکي وهلو ډګر امتيازي ټيکټونه ډېر پلورل کېږي. يو مينه وال هوانګ هوی لونګ خبريال ته وويل په دوبی کې د ولايتي ستيديوم دروازې پر وړاندې ډېر ځانګړي بسونه ليدل کېږي چې د چن لينګ بېلا بېلو غرونو ته ځي. په ژمي کې د دغو بسونو هدفونه د شي ان ښار په شاوخوا کې د سکي وهلو ډګرونه دي.

د ځه بای شان په نوم د سکي وهلو ډګر د ادارې کمېټې د مشر مرستيالې يان شياو هونګ وويل د اختر په ورځو کې ډېر زيات مينه وال دلته راځي او حتی ټکټونه د دوی لپاره کافي نه وي. که څه هم دغه ډګر له هان جونګ ښار څخه څه دپاسه سل کيلومتره واټن لري، خو په سږني ژمي کې د هرې اوونۍ په پای کې ډېر مينه وال په خپلو موټرونو او يا د لويو بسونو په وسيله دلته راځي. مخکې د ژمي فصل د منظره لرونکې سيمې لپاره هغه وخت دی چې سيلانيان يې ډېر کم وي. خو اوس د سکي وهلو پروګرام په پيل کېدلو سره، ډېرې منظره لرونکې سيمې په ژمي کې هم د ډېرو سيلانيانو د راتلو ځايونه ګرځېدلي.

د شان شي ولايت غر ته د پورته کېدلو ټولنې سرمنشي چن جنګ وويل اوس د سکي وهلو لوبه د خلکو له علاقې څخه د ژوند په يو ډول طريقه بدلېږي. د سکي وهلو په اړه د شان شي ولايت د خلکو نظريې د بدلېدو په حال کې دي. څرنګه چې سکي وهل دلته د خلکو عنعنوي فعاليت نه دی، څو کاله مخکې، کله چې د سکي وهلو لومړي ډګرونه پرانيستل شول، خلکو د سيلانۍ يو فعاليت بللو. خو اوس د سپورټ مينه وال او ډېر ځوانان په ژمي کې په ټاکلي وخت کې سکي کوي او حتی ځينې يې د ځان لپاره روزونکي ګماري چې د سکي مسلکي مهارت زده کړي.

د شان شي ولايت د سپورټي ادارې مرستيال مشر دونګ لي وويل اوس په دې ولايت کې ډېر زيات خلک د سکي وهلو لوبه کوي، دا نه يوازې د اماتور ورزشونو په برخه کې خلکو ته يو بل انتخاب برابروي، بلکې د خلکو د روغتيا ساتلو لپاره ګټوره هم ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای