CRI Online

د ايران ذروي خبرې اترې په سويس کې پيل شوې

cri     (GMT+08:00) 2015-03-03 14:38:57

د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون په هکله خبرې اترې د مارچ په دوهمه نېټه دسويس په مونتريوکس کې پيل شوې. دا له يوې اوونۍ وروسته د ايران د ذروي مسئلې په اړه د بېلابېلو خواوو ترمنځ بيا کتنه ده چې هدف يې د ايران د ذروي مسئلې په اړه د يوې هراړخيزې هوکړې ترلاسه کول دي

په تېره اوونۍ کې د ايران د ذروي مسئلې په اړه شپږو هېوادونو ، اروپايي ټولنې او ايران په ژنيو کې څو دوه اړخيزې او څواړخيزې خبرې وکړې او پريکړه يې هم کړې وه، چې د فبرورۍ په پای کې به يو ځل بيا خبرې اترې وکړي. د فبرورۍ په ٢٧ مه نېټه اروپايي ټولنې اعلان وکړ، چې د نوي پړاو خبرې اترې به د مارچ په دوهمه نېټه د سويس په مونتريوکس کې پيل کړي او د غونډې په ترڅ کې به لومړی د امريکا او ايران ترمنځ دوه اړخيزې خبرې وشي او د مارچ په پنځمه نېټه به د ايران د ذروي مسئلې په اړه د شپږو هېوادونو او اروپايي ټولنې او ايران ترمنځ خبرې اترې ترسره شي.

د مارچ دوهمه نېټه د م م د بشري حقوقو شورا د اته ويشتمې غونډې د پيل له ورځې سره برابره وه. د همدې ورځې په سهار د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري او د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په دې غونډه کې ګډون وکړ او په جلاجلا توګه يې د خپلو حکومتونو په استازيتوب ويناوې وکړې.

زاريف له غونډې وروسته له خبري رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې که امريکا او نور لويديځ هېوادونه کافي سياسي نيت وښيي او پر ايران د بنديزونو لېرې کول ومني، نو شونتيا شته وي چې په روانه اوونۍ کې د ايران د ذروي پروګرام په اړه يوه هراړخيزه هوکړه ترلاسه شي. جواد زاريف وويل:

(( په خبرو اترو کې زموږ ملګري، په تېره بيا لويديځي هېوادونه او امريکا بايد د يو سياسي تفاهم په اړه موافقې ته ورسيږي، يعنې بنديزونه او هوکړه سره ونه تړي. که دوی هوکړه غواړي، نو بايد بنديزونه لېرې کړي.))

جواد ظريف همدارنګه زياته کړه، چې څرنګه پر ايران بنديزونه لېرې کړي د دواړو خواوو د نظرونو ترمنځ يو عمده توپير دی، دغه راز د هراړخيزې هوکړې په اړه د خبرو اترو په وړاندې يو عمده خنډ هم دی. په تېره اوونۍ کې هغه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير جان کيري سره په دې هکله خبرې اترې وکړې او يو څه لاسته راوړنې يې ترلاسه کړې، کافي سياسي نيت د هوکړې لپاره ډېر مهم دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د غونډې په عين وخت کې يوه مطبوعاتي غونډه جوړه کړه او پکې يې په عمده توګه د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سيرګي لاوروف سره د دوی ترمنځ د خبرو اترو، د اوکراين د مسئلې او د ايران د ذروي مسئلې په اړه د خبرو اترو په هکله خبرې وکړې. ده وويل، يوازې د بنديزونو له لارې د ايران ذروي مسئله نه شي حل کېدای، خو ايران بايد د ذروي څارنې په اړه يو پلان وړاندې کړي، تر څو چې د خپل ذروي پلان سوله ييزه موخه تامين کړي.

(( موږ او د ايران د ذروي مسئلې په اړه شپږ هيوادونه په دې باور لرو، چې د يو هراړخيز تړون لاسليک کول د ايران د ذروي مسئلې د حل لپاره ترټولو ښه لاره ده.))

جان کيري پر دې ټينګار وکړ، چې د دغې تړون له لارې بايد د ايران لخوا د فيسيل موادو (fissile materials) اخيستل منع شي، که يورانيوم او يا هم پلوتونيم وي. موږ هيله لرو چې دغه موخه به ريښتيا کړو، خو دا نه شو تامينولای.

د همدې ورځې په ماسپښين کيري او ظريف له ژنيو څخه د سويس مونتريوکس ته وخوځيدل. مونتريوکس د ليمان سيند پر غاړې يو ډېر ښکلی ښار دی او په تېر کال کې دلته د سوريې د مسئلې په اړه نړيواله غونډه هم ترسره شوې وه، نو روان ځل به مونتريوکس نړۍ ته څه شی ورسوي؟ خلک دې ته سترګې په لاره دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای