د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان صدراعظم نواز شريف د مارچ په درېيمه نېټه د هند د بهرنيو چارو وزير له منشي سوب راحمانيان جايشانکار سره لېدنه وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ په سرحدې سيمه کې د سولې له ساتل کېدو څخه يې غوښتنه وکړه.
نواز شريف وويل هرومرو د هند او پاکستان تر منځ په سرحدې سيمه کې د سولې او ارامتيا وساتل شي. هغه هغه په وروستې موده کې د دواړو هېوادونو تر منځ په سرحدې سيمه کې د جګړې پيښې په هکله انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې دواړه هېوادونه بايد د خبرو اترو له لارې مسئله حل کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پرمختګ نوې پاڼه خلاصه کړي. هغه وويل دوه اړخيزې خبرې اترې د دواړو هېوادونو د ګډې علاقې وړ مسئله حلولی شي، مثلأ د توپيرونو له منخ وړل او خپلمنځي همکارۍ ټينګول ډېر مهم دي.
هغه وويل که څه هم د جنوبي اسيا په سيمه کې شتمنې طبيعی سرچينې شتون لري، خو د اړوندو هېوادونو تر منځ د اړيکو ترينګلتيا او د خاورو مسئلې له امله زياتې ستونزې رامنځته شوې دي. د جنوبي اسيا د بېلا بېلو هېوادونو خلک بايد د ارام ژوند او اقتصادي پرمختيا له لارې رسيدلې سمسورتيا شريکې کړي.
ښاغلي جايشانکار نواز شريف ته د هند د صدراعظم ناريندرا مودي پيغام ليږلی او هغه ته يې نيکې هيلې څرګنده کړه.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |