CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۲ مې دورې ملي کمېټې درېيمه غونډه په بېجينګ کې پرانيستل شوه.

cri     (GMT+08:00) 2015-03-04 14:49:17

ښاغلی لي يان هونګ

ښاغلی جو ګوانګ ياو

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ درېيمې نيټې تر غرمې وروسته په درېيو بجو د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۲مې دورې ملي کمېټې درېيمه غونډه په بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه چې د يادې ملي کمېټې ۲۱۵۳ تنه غړيو پکې ګډون وکړ. نو د سږنۍ غونډې په ترڅ کې به ياد غړي کومو مسئلو ته پاملرنه وکړي او څرنګه وړانديزونه يې راوړلي دي؟

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۲مې دورې ملي کمېټې ۲۱۵۳تنه غړي به د درېيمې نيټې له ماښام څخه په راتلونکو څو ورځو کې د اقتصاد، علم او تخنيک، د خلکو ژوند، سپورټي او پوځي چارو په شمول څو برخو کې مرکزي حکومت ته خپل وړانديزونه وړاندې کړي.

لومړی مو د علم او تخنيک په ساحه کې ځينو مشهورو غړيو ته پام وکړو! د بای دو شرکت د بورډ مشر او CEO ښاغلي لي يان هونګ چې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۲ مې دورې ملي کمېټې غړی دی، خبريالانو ته وويل چې هغه به په سږنۍ غونډه کې دوه وړانديزونه وکړي. يو يې د چيني دماغ د جوړولو پلان دی. هغه په دې اړه معلومات ورکړل.

( لومړی اواز)

د چيني دماغ پلان يعنې په ټوله نړۍ کې د بې شمېره انساني دماغونو د کاپي کولو په موخه د کمپيوترونو تر ټولو لويه ډله جوړه شي. دا په نړۍ کې تر ټولو پرمختللی او نوی تخنيک دی چې ښه اينده او پټ قوت لري. زه غواړم چې د مرکزي حکومت تر مشرۍ لاندې دغه پلان پوره شي.

د تخنيکي مسئلې په پرتله د اقتصاد او د خلکو ژوند په اړه موضوعات البته زياتې پاملرنې جلبولای شي. اوس په چين کې د کورونو ماليات يوه توده مسئله ده . د چين د ماليې وزارت مرستيال جو ګوانګ ياو څرګنده کړه چې چيني حکومت اوس پرې څېړنه کوي او د خلکو پراخ وړانديزونه به واوري. اوس مهال د دغو مالياتو د اخيستلو کوم مهال ويش نشته.

د چاپېريال ساتنه هم د خلکو په ژوند پورې اړه لرونکې مهمه مسئله ده. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې زيات شمېر غړو هم د دغې ستونزې لېرې کولو لپاره خپلې نظريې شريکې کړې. ماليې او اقتصاد پوه ښاغلي جيا کانګ په دې اند دی چې بايد د رافعې اقتصادي عملونو په کارولو سره چاپېريال ښه والی ومومي. يوه لار يې د چاپېريال مالياتو اخيستنه ده چې له دې لارې انحصار له منځه يووړل او د انرژۍ سپما تر سره شي.

( دوهم اواز)

بايد د مالياتو په يو لړ اصلاحاتو کې د يوې مهمې دندې په توګه د چاپېريال مالياتو په اخيستلو پيل شي. لومړی، د چاپېريال لګښت دې ژر په مالياتو بدل شي. نر اوسه پورې موږ په دې اړه د قانون جوړولو کوم نوی خبر نه دی اخيستی، نو غواړم چې دغه بهير چټک او د خلکو غوښتنو ته مناسب ځواب ورکړي شي. زما په وړانديز کې داسې معلومات شته چې څنګه د چاپېريال مالياتو په اړه د قانون جوړولو بهير چټک شي. هيله ده چې په دې برخه کې څه مرسته وکړم.

ځينو غړو د کمزورو کسانو حقونو ته په درنه سترګه ګوري. د چين د ښځو ټولنې د سکريتريت منشي مېرمن جانګ جينګ څرګنده کړه چې هغه به په کليوالو سيمو کې د ماشومانو د ژوند ښه والي په اړه خپل وړانديزونه وکړي.

( درېيم اواز)

ځکه چې يو شمېر کليوال د کار لپاره ښارونو ته تللي، نو ماشومان يې په کورونو کې پاتې دي. داسې ماشومان پاملرنې ته اړتيا لري او غواړي د ښاري ماشومانو په شان ښه وروزل شي. موږ بايد حکومت ته په دې اړه خپل وړانديزونه او پيشنهادونه وړاندې کړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای