CRI Online

په ۲۰۱۵مالي کال کې د چين دفاعي بوديجه ۱۰٪ زياتېږي.

cri     (GMT+08:00) 2015-03-05 14:55:13

د مارچ په ۴مه نيټه د چين د ۱۲مې دورې ملي ولسي کانګرس د درېيمې عمومي غونډې وياندې مېرمن فو ينګ خبر ورکړ چې په ۲۰۱۵مالي کال کې د چين دفاعي بوديجه ښايي ۱۰٪ زياتوالی ومومي. دا مسلسل پنځم کال دی چې د چين دفاعي بوديجې د زياتوالي اندازه له ۱۰٪ نه لوړېږي. په دې اړه د چين د ملي ولسي کانګرس پوځي استازي په دې اند دي چې د چين د دفاعي لګښت زياتوالی مناسب او له اقتصادي پرمختګ او دفاعي غوښتنو سره سمون لري.

د چين د ملي ولسي کانګرس استازي او د پوځي علومو اکاډمۍ څېړونکي ښاغلي چن جو څرګنده کړه چې د چين د دفاعي لګښت زياتوالي اندازه مناسبه ده.

( لومړی اواز)

نن ورځ زموږ اقتصادي پرمختګ په نوي او عادي حالت کې روان دی. تېر کال زموږ د کورني توليد عمومي اندازه يعنې GDP ۷.۴ ٪ زياته شوې. خو زموږ په وړاندې دفاعي دنده خورا سخته او درنه ده. له وروستيو څو کلونو راهيسې زموږ هېواد په شاوخوا کې امنيتي چاپېريال نسبتاً پيچلی حتی سخت ګڼل کېږي. د سيمې تودې مسئلې او ناارامي تل د بدلېدو په حال کې دي. نو زما په اند د دفاعي لګښت زياتوالی اندازه مناسبه او د منلو وړ ده.

په حقيقت کې که څه هم د چين دفاعي لګښت د مسلسلو پنځو کلونو لپاره څه دپاسه ۱۰٪ زياتوالي ساتلی، خو په GDP کې انډوال يې تل له ۱.۲٪ نه تر ۱.۵٪ پورې دی چې دغه شمېر د نورو لويو هېوادونو په پرتله وروسته پاتې دی.

ښاغلي چن جو دا هم وويل چې د چين دفاعي لګښت درې برخې رانغاړي: د افسرانو ژوند لګښت ، د روزنې او تجهيزاتو لګښتونه دي. هره برخه يې کابو يو په درېيمه برخه نيسي.

په دې وروستيو کې نړيواله ټولنه تل د چين لخوا د نويو او پرمختللو وسلو او پوځي تجهيزاتو څېړنې او توليد ته زياته پاملرنه کوي. ښاغلي چن جو په دې اړه خبر ورکړ چې د ټولې نړۍ په چوکاټ کې هر هېواد د امنيتي او پوځي ستراتيژۍ په تنظيمولو بوخت دی. نو چين بايد هم له دغه پرمختيايي تمايل سره ګام واخلي او لا زياته پانګه واچوي.

( دوهم اواز)

تر ۲۰۲۰ کال پورې زموږ ستراتيژيکي موخه دا ده چې د ټولو تجهيزاتو د ماشيني کېدو بهير پوره شي او د معلوماتي کېدو بهير کې بايد ستر او مهم پرمختګ وموندل شي. نو اوس مهال د کلي وخت دی. موږ بايد د معلوماتي کېدو په برخه کې زياته پانګه واچوو.

برسيره پر دې، چين د يو مسؤلانه هېواد په توګه وړې دندې هم مخ په زياتېدونکې دي. دا هم زياتو پانګو ته اړتيا لري.

(درېيم اواز)

موږ دې په لا نوره مثبته توګه د امنيت په نړيواله همکاري کې برخه واخلو او د سيمې او نړۍ سوله وساتو. دا هم د هېواد د امنيت عمومي نظر، امنيتي او پوځي ستراتيژۍ د تر سره کولو په بهير کې زموږ لپاره د پاملرنې وړ مسئله ده. په بله ژبه، موږ به د سوله ساتو، د بيړيو خوندي او ناورين ژغورلو په برخو مخ په زياتېدونکو نړيوالو عملياتو کې ګډون وکړو.

د تېر کال په پای کې د چين په پوځ کې د کاري مؤثريت اداره جوړه شوه څو چې د پوځي لګښت تر زياتې اندازې پورې په مناسب ځای کې وکارول شي. ښاغلي چن جو دې ته اشاره وکړه چې اوس چيني پوځ د نظامي اصلاحاتو په واسطه د دفاعي لګښت مؤثريت تأمينوي.

( څلورم اواز)

موږ د اصلاحاتو ژورولو ته اړتيا لرو چې د لا علمي پلانونو په جوړولو او موثرې ادارې سره د دفاعي لګښت د مصرفولو لارښوونه وکړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای