CRI Online

يو پاکستاني په نيويارک کې پر ميترو د بريد جوړولو کې د برخه پلان درلودلو په جرم محکوم شو

cri     (GMT+08:00) 2015-03-05 16:56:41

د چين خبري اژانس د خبر له مخې، پاکستاني عبيد نصير د مارچ په څلورمه نېټه د امريکا د نيويارک د فيډرالي محکمې لخوا په دې جرم محکوم شو چې په ٢٠٠٩ کال کې يې د القاعدې شبکې په غوښتنې په نيويارک کې پر ميترو او د بريټانيا په مانچيستر ښار کې پر يو بازار او د ډنمارک پر پلازمينې کپنهاګ د بريدونو پلان په جوړولو کې برخه درلوده.

د نيويارک د بروکلين فيډرالي محکمې پر عبيد نصير د دريو اتهامونه ولګول چې له ترهګرو څخه يې ملاتړ کړی،په پټه توګه يې ترهګرو ته د وسلو د جوړولو لپاره اصلي مواد برابر کړي او وژونکې وسلې يې کارولې. هغه ښايي پر عمري بند زنداني شي.

٢٨ کلن نصير په بريټانيا کې زېږېدلی او لوړې زده کړې يې کړي، خو اخرا په افراطي ډله کې شامل شو. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای