CRI Online

چين د هند او پاکستان تر منځ د اړيکو د ښه والي هرکلی کوي

cri     (GMT+08:00) 2015-03-05 19:10:46

د چين د خبري اژانس د خبر له مخې: په دې هکله چې د هند د بهرنيو چارو وزير منشي له پاکستان څخه لېدنه وکړه، د چين د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په پنځمه نېټه وويل چين د هند او پاکستان تر منځ د اړيکو د ښه والي هرکلی کوي.

د هند د بهرنيو چارو وزير منشي جايشانکار د مارچ په دريمه نېټه له پاکستان څخه دوه ورځنې لېدنه پيل کړه او دا د ٢٠١٤ کال په اګست مياشت کې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د منشيانو په کچه د خبرو اترو له ځنډيدو وروسته لومړې خبرې اترې دې.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ په پنځمه نېټه وويل هند او پاکستان د جنوبي اسيا مهم هېوادونه دي. چين د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ښه والي هرکوي، څرنګه چې دا د دې سيمې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره ډېر مهم دی.

وياندې هوا چون ينګ وويل چين به تل د هند او پاکستان ملاتړ کړي چې د سوله ييزو خبرو اترو له لارې خپلمنځي توپيرونه حل کړي او د دواړو خواوو تر منځ د اړيکو ښه والي لپاره دواملرونکي کوښښونه وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای