CRI Online

 د فلسطين د ازادي بښونکي سازمان پريکړه وکړه چې له اسرائيلو سره امنيتي همکاري ودروي

cri     (GMT+08:00) 2015-03-06 10:26:07
 د فلسطين د ازادي بښونکي سازمان، پريکړه وکړه چې له اسرائيلو سره امنيتي همکاري ودروي

د فلسطين د ازادي بښونکي سازمان مرکزي کميټې د روانې مياشتې په ٥ نېټه د اردن په لويديځه غاړه کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې له اسرائيلو سره امنيتي همکاري ودروي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي له دې امله دغه پريکړه شوې ده چې اسرائيلو په پرله پسې توګه غير قانوني استوګنځايونه جوړوي، په ١٩٦٧ کال کې د جګړې نه مخکې د دواړو خواوو سرحدات نه مني، نيول شوي فلسطينيان نه خوشي کوي، د فلسطين پيسې او غزه سيمه يې بنديزونه لګولي.

په دغه اعلاميه کې همدارنګه ويل شوي چې د م م د امنيت شورا هره نوې پريکړه بايد دغه مسئلې ته پاملرنه وکړي چې د اسرائيلو د پوځي اشغال د ختمولو لپاره يو مهال ويش جوړ کړي، په ١٩٦٧ کال کې د اوربند کرښې پر اساس د فلسطين سرحدات وټاکي او ختيځ بيت المقدس د خپلواک فلسطين پلازمينه ده.

_زلمی 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای