د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو د دايمي کميټې غړيو شي جين پينګ، جانګ ده جيانګ، يو جنګ شنګ، ليو يون شان او وانګ چي شان د روانې مياشتې د ٥ نيټې له غرمې وروسته په جلا جلا توګه د ١٢مې ملي ولسي کانګرس د ٣ مې غونډې په اړه د ځينو پلاويو په غونډو کې ګډون وکړ.
شي جين پينګ د شانګهای پلاوي په غونډه کې وويل، شانګهای بايد د څلور هراړخيزو تګلارو له مخې په ګډو کوښښونو سره مخکښه ډله شي او د اصلاحاتو او پرمختګ لپاره لازيات خدمتونه ترسره کړي.
جانګ ده جيانګ، يو جنګ شنګ، ليو يون شان او وانګ چي شان په جلا جلا توګه د جه جيانګ، هوبۍ، داخلي مغولستان او بېجينګ پلاويو په غونډو کې ګډون کړی دی.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |