CRI Online

د چين استازي د بشري حقوقو د نړيوالو چارو په اړه څلور فقرييز وړانديز وړاندې کړ

cri     (GMT+08:00) 2015-03-06 11:00:05

په ژنيو کې د م م په دفتر کې د چين دايمي استازي فو څونګ د مارچ په پنځمه نېټه د م م د بشري حقوقو شورا د ٢٨ مې غونډې په لوړپوړې مباحثه کې وينا وکړه چې ترڅ کې يې په چين کې د بشري حقوقو چارو پرمختګ په هکله معلومات ورکړل او د بشري حقوقو د نړيوالو چارو په اړه يې څلور فقرييز وړانديز وړاندې کړ.

فو څونګ وويل، چې د م م د سازمان د جوړېدو له اوياوو کلونو راهيسې د بشري حقوقو په نړيوالو چارو کې يو څه لاسته راوړنې ترلاسه شوي، خو په دې برخه کې يو لړ سختې ننګونې لاهم موجودې دې. چين په دې هکله څلور فقرييز وړانديز لري، لومړی، بايد د م م په منشور کې شوې ژمنې دې پلې شي. دوهم،بايد د مختلفو هېوادونو کلتورونو او نظرونو، ټولنيزو نظامونو، پرمختيايي لارو او د بشري حقوقو د ساتلو لارو ته دې درناوی وشي. درېيم، بايد په مساوي توګه د بېلابېلو بشري حقوقو درناوی وشي، په تېره بيا د پرمختيايي هېوادونو د خلکو د ژوند او پرمختګ حقوقو ته. څلورم، توپيرونه بايد د خبرو اترو او همکارۍ له لارې حل شي.

د م م د بشري حقوقو شورا ٢٨ مه غونډه د مارچ له دوهمې نېټې څخه تر ٢٧ مې نېټې پورې په ژنيو کې ترسره کيږي. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای