CRI Online

بشار الاسد : لويديځ هېوادونه بايد د نورو له تجريدولو څخه لاس واخلي

cri     (GMT+08:00) 2015-03-06 14:46:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې خبري اژانس په پنځمه نېټه خبر ورکړ، چې د سوريې ولسمشر بشار الاسد په وروستيو کې د هسپانيا له خبري سنيو سره د يوې مرکې په ترڅ کې له لويديځو هېوادونو څخه وغوښتل چې د واقعيت درناوی وکړي او د نورو له تجريدولو څخه دې لاس واخلي.

د سوريې خبري اژانس په همدې ورځ له بشار الاسد سره د هسپانيا تلويزيون ځانګړې مرکه بيا خپره کړه. بشار الاسد وويل، چې که يو هېواد د لوی سفير د ايستلو او د سفارت د بندولو له لارې يوبل هېواد تجريد کړي، دا په پدې معنې هم ده چې خپل ځان هم له واقعيت څخه بېل او تجريد کوي .

په نوموړې مرکه کې خبريال پوښتنه وکړه چې ايا د سوريې حکومت له اروپايي هېوادونو سره د ترهګرۍ پرضد د مبارزې برخه کې به همکاري وکړي او يا که نه؟ بشار الاسد ځواب ورکړ، چې بېلابېلې خواوې يوازې که واقعيت وپېژني، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په هکله موافقې ته رسيدلی شي او په دې هکله همکارۍ کولای شي. ځينی لويديځ هېوادونه د ترهګرۍ پرضد د مبارزې ريښتنی نيت نه لري او د ترهګرۍ خطرونو ته دومره پاملرنه نه کوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای