CRI Online

د ايران ‌ذروي مسئلې نوي پړاو خبرې اترې پای ته ورسېدې.

cri     (GMT+08:00) 2015-03-06 15:06:47

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران ذروي مسئلې په اړه شپږ هېوادونو، اروپايي ټولنې او ايران د مارچ په ۵نيټه د سويس په منتريکس کې د هراړخيز تړون نوي پړاو خبرې اترې سره وکړې. دا په تېرو دوو اوونيو کې د اړوندو شپږ هېوادونو او ايران ترمنځ دوهم پړاو خبرې اترې وې او ترې څرګندېږي چې مختلفې خواوې اوس د ايران ذروي مسئلې په اړه د هراړخيز تړون د لاسليک په هڅه کې دي. د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سيد عباس عراقچي د يادو خبرو اترو تر پای ته رسېدو وروسته څرګنده کړه چې اوس د بېلا بېلو خواوو دريځونه مخ په نژدې کېدو دي.

دغه پړاو خبرې اترې د مارچ له ۲مې نيټې څخه پيل او په ۵مه نيټه د سويس په منتريکس کې پای ته ورسېدې. په دې موده کې لومړی د امريکا او ايران ترمنځ دوه اړخيزې سلامشورې وشوې. د مثال په توګه د امريکا او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ سياسي غونډه او د امريکا د انرژۍ وزير او د ايران د ذروي انرژۍ سازمان مشر ترمنځ تخنيکي ديالوګ. د مارچ په ۵مه نيټه د اړوندو شپږو هېوادونو او ايران ترمنځ خبرې اترې تر سره شوې.

د همدې ورځې په سهار تر هر څه دمخه د شپږو هېوادونو ترمنځ سلامشوره وشوه او تر غرمې وروسته له ايران سره رسمي خبرې اترې وشوې چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ښاغلي عراقچي د دغه هېواد په استازيتوب پکې ګډون وکړ.

د چين مرکچي او د بهرنيو چارو وزارت د وسلو کنټرول چارو رياست مشر ښاغلي وانګ چون د يادو خبرو اترو له پيل مخکې خبريالانو سره خبرو کې هيله څرګنده کړه چې د ايران ذروي مسئلې خبرې اترې په منتريکس کې پرمختګ ومومي.

( لومړی اواز)

په يوه مياشت کې موږ په خبرو اترو کې د ګډون لپاره له ژنيو نه منتريکس ته رارسېدلی يو. غواړم چې نه يوازې له جغرافيايي لحاظه پرمخ ځو، بلکې له دې لارې د هراړخيز تړون لاسليک مخ په نژدې کېدونکي لار روان يو.

هغه داسې معلومات ورکړل چې د دغه پړاو خبرو اترو له لارې د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د يو بل دريځ په اړه لا نور تفاهم پر له پسې نژدې شوی . چين غواړي بېلا بېلې خواوې د دغه تاريخي فرصت په نيولو سره خبرو اترو ته لا زيات سياسي خوځنده ځواک برابر، متقابل باور پياوړی، خپل منځي توپيرونه کم او د ټاکلي وخت سره سم د متقابلو ګټو پر بنسټ هراړخيز تړون لاسليک کړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عراقچي تر يادو خبرو اترو وروسته دې ته اشاره وکړه چې دغه خبرو اترو کې پرمختګ موندلې او د مختلفو خواوو د دريځونو ترمنځ توپيرونه ګام په ګام کمېږي.

( دوهم اواز)

تېر ځل د ژنيو په خبرو اترو کې مو يو څه پرمختګ کړی و، خو دغه ځل مو لا ستره لاسته راوړنه لرلې ده. د پام وړ مسئلو کې د دريځونو ترمنځ مو لا زيات تفاهم تر لاسه کړی.

خو هغه دا هم وويل چې دغه خبرې اترې لا هم له سترو توپيرونو او ننګونو سره مخامخ دي. هغه دغه خبره بيا تکرار کړه چې بايد پر ايران ټول بنديزونه لغوه شي.

( درېيم اواز)

په حقيقت کې دوی بايد د فشار اچولو، بنديز لګولو او تړون لاسليک په منځ کې انتخاب وکړي. که غواړي يو هراړخيز تړون لاسليک شي، نو ټول بنديزونه دې لغوه کړي.

د دغو خبرو اترو ټولو برخه والو خواوو هېڅ جذييات نه دي ورکړي. خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري د مارچ په ۴مه نيټه د ايران د بهرنيو چارو له وزير جواد ظريف سره تر درې ورځنۍ غونډې وروسته څرګنده کړه چې نه يوازې ايران بايد جوړجاړي وکړي. که نه وي، نو د شپږو هېوادونو لخوا د منلو وړ هم نه ده. نو ځکه مختلفې خواوې بايد په دوامداره توګه د يو ښه او سم تړون د لاسليک لپاره کوښښونه وکړي.

د معلوماتو له مخې، د ايران ذروي مسئلې راتلونکې پړاو خبرې اترې به د مارچ له ۱۵مې نيټې نه تر ۲۰مې نيټې پورې تر سره شي. بېلا بېلې خواوې لا هم بايد د يو هراړخيز تړون د لاسليک لپاره خپله سياسي پوهه او زړه وړتيا وښيي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای