CRI Online

٢٧ هيوادونه غواړي د اسيا د پانګونې بانک په جوړولو کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2015-03-06 15:08:40

د سين هوا اژانس د خبر له مخې د چين د ماليې وزير لوجي وۍ د روانې مياشتې په ٦ نېټه د ملي ولسي کانګرس په يوه خبري ناسته کې وويل چې تر اوسه ٢٧ هيوادونه لېوالتيا ښودلې چې د اسيا د پانګونې بانک په جوړولو کې ګډون وکړي.

نوموړي وويل، چې دغه بانک چې د چين له خوا جوړ جوړ شوی، يو سيمه ييز خلاص او څو اړخيز انکشافي ارګان دی. د سيمه ييزو هيوادونو پرته نورو هيوادونو پر مخ هم خلاص دی.

هغه زياته کړه چې د مارچ مياشتې له ٣١ نيټې نه مخکې ګډون کوونکي هيوادونه د دغه بانک جوړونکي غړي بلل کيږي.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای