CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان : د ايبولا ويروس واکسين به په ګينه کې وازمويل شي

cri     (GMT+08:00) 2015-03-06 15:15:57

د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په پنځمه نېټه خبر ورکړ، چې د ايبولا ويروس د VSV-EBOV په نوم واکسين چې د کاناډا له خوا جوړ شوی، د روانې مياشتې له اوومې نېټې څخه په ګينه کې وازمويل شي. که دغه ازموينه بريالۍ شي، نو دغه واکسين به د ايبولا په ويروس اخته شويو شيمو کې مروج او وکارول شي.

د روغتيا نړيوال سازمان د عمومي مديرې ډاکټرې مارګريت چان په خبره، که دغه واکسين ښې اغېزې ولري، نو دا به په تاريخ کې د ايبولا ويروس پرضد لومړۍ اغېزمنه وسيله وي.

د روغتيا نړيوال سازمان د رپوټ له مخې، په دې وروستيو کې د ايبولا په ويروس د اخته شويو ناروغانو شمېر ډېر کم شوی دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای