CRI Online

د ٢٠١٥ کال د ښځو د نړيوالې ورځې د نمانځنې مېلمستيا ترسره شوه

cri     (GMT+08:00) 2015-03-06 18:56:53
د ٢٠١٥ کال د ښځو د نړيوالې ورځې د نمانځنې مېلمستيا ترسره شوه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ د شپږمې نېټې له غرمې وروسته د مارچ د اتمې نېټې د ښځو د نړيوالې ورځې د نمانځنې لپاره يوه مېلمستيا په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې ترسره شوه.

د چين د مېرمنو ټولنې مشرې شن يوې يوې په دې مېلمستيا کې د بېلا بېلو هېوادونو خونديو ته د دې ورځې مبارکي وويله. هغې وويل چې د چين د کمونيست ګوند او حکومت په ٢٠١٤ کال کې د ښځو او ماشومانو چارو ته ډېرې پاملرنې کړې او د چيني ښځو حقونه په نوره ښه توګه تضمين شوي دي. هغې هيله وښودله چې د چين ښځې د يو پياوړي هېواد د جوړولو په ترڅ کې خپلې هيلې پوره کړي. برسيره پر دې، د بېلا بېلو هېوادونو ښځې بايد د جنسي برابرۍ د پرمخبيولو، د نړيوالې سولې او ثبات او د خپل هېواد د سمسورتيا د هڅولو لپاره نوي خدمتونه تر سره کړي.

څه دپاسه زرو ښځو په دې مېلمستيا کې ګډون کړی و. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای