CRI Online

د قزاقستان زده کوونکي: د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د جوړولو ستراتيژي د قزاقيانو ژوند ته ښه بدلونونه رسوي

cri     (GMT+08:00) 2015-03-06 18:57:40
د قزاقستان زده کوونکي: د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د جوړولو ستراتيژي د قزاقيانو ژوند ته ښه بدلونونه رسوي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدر اعظم لي که چيانګ د مارچ په پنځمه نېټه د دوولسم ملي ولسي کانګرس په درېيمه غونډه کې په خپل حکومتي راپور کې دې ته اشاره وکړه چې موږ دې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند جوړونه او سيمه ييز انکشاف سره يو ځای کړو او د اسيا او اروپا تر منځ په اقتصادي لاره کې د نويو مرکزونو د جوړولو کارونه به پياوړي کړو.

د چين په علومو اکاډمۍ کې د قزاقستان زده کوونکي کالکولوف مورسلطان په دې اړه وويل، که د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د جوړولو کار په ښه توګه ترسره شي، د قزاقستان د نفتو توليدولو په ګډون تصديو ته به ګټې ورسوي.

هغه وويل، که غواړو شتمن شو، بايد لومړی لارې جوړې کړو. زموږ په وطن کې مو ښه سړکونه ليدلي دي. د چين مالونه قزاقستان ته او د قزاقستان مالونه چين ته ليږدېدلی شي. حتی د قزاقستان مالونه د هغو سړکونو له لارې اروپا ته ليږدېدلی شي. بېلا بېل هېوادونه ټول له دې څخه ګټې اخيستلی شي. برسيره پر دې، زموږ په هېواد کې به د ورېښمو لارې په دواړو څنډو کې فابريکې جوړې شي. د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د جوړولو ستراتيژي د قزاقيانو ژوند ته ښه بدلونونه رسولي دي او رسوي به يې. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای