CRI Online

لين يي فو، باور لرم چې په راتلونکيو شلو کلونو کې به د چين د اقتصادي پرمختګ انډول اته سلنه وساتل شي

cri     (GMT+08:00) 2015-03-06 18:58:07
لين يي فو، باور لرم چې په راتلونکيو شلو کلونو کې به د چين د اقتصادي پرمختګ انډول اته سلنه وساتل شي

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي او مشهور اقتصاد پوه لين يي فو د مارچ په شپږمه نېټه خبريالانو ته وويل، باور لرم چې په راتلونکيو شلو کلونو کې به د چين د اقتصادي پرمختګ انډول اته سلنه اندازه ساتلې وي.

د چين د اقتصادي پرمختګ انډول تل د نورو هېوادونو د پام وړ دی. پروسږ کال د چين اقتصادي پرمختګ انډول اوه اعشاريه څلور سلنه و. د سږ کال په حکومتي راپور کې د دې انډوال اټکل اوه سلنه دی. لين يي فو وويل، تخنيکي نوښت او مسلکي تنظيمول د چين د اقتصادي پرمختګ د انډول د لوړېدو پټ قوت دی. برسيره پر دې، د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند ستراتيژي به هم د بنسټيزو تأسيساتو د جوړولو او د روزګار د پيدا کولو په ساحې مثبتې اغيزې ولري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای