د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ٢٠١٥م کال د ګوانګ جيو د سيلانۍ نړيوال نندارتون د مارچ په درېيمه نېټه د باجيو ټاپو د چين د تجارتي مالونو د صدور او توريد په نندارتون کې پرانيستل شو. د نړۍ د سيلانۍ په اړه د درې څلوېښتو هېوادونو يا سيمو اوه سوو او اتياوو شرکتونو په دې فعاليت کې ګډون کړی دی.
سږ کال تازه د ورېښمو لارې د سيلانۍ کال په توګه وټاکل شو. د ګوانګ جيو ښار د ورېښمو د سمندري لارې د شروع ټکی دی. په دې ښار کې د سيلانۍ نړيوال فېسټيوال زيات سيلانيان راجلب کړي دي.
د دې نندارتون په ترڅ کې به د امريکا، ايټاليا، باهاما، کنيا، يونان، روسيې، پيرو، مکسيکو، هند او سريلانکا په ګډون د شپاړسو هېوادونو د سيلانۍ مالوماتو د معرفۍ فعاليتونه ترسره شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |