CRI Online

شي جين پينګ، جانګ ده جيانګ، يو جنګ شنګ او وانګ چي شان په جلا جلا توګه د ملي غونډو په مباحثوي غونډو کې ګډون درلود.

cri     (GMT+08:00) 2015-03-06 20:14:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شي جين پينګو جانګ ده جيانګ، يو جنګ شنګ او وانګ چي شان په شمول د چين د ګوند او هېواد مشرانو د مارچ د شپږمې نيټې په سهار په جلا جلا توګه د ملي غونډو په مباحثوي غونډو کې ګډون درلود.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو دايمي غړي او د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر جانګ ده جيانګ د هانکانګ او مکاو پلاويو په مباحثوي غونډو کې وويل، چې تېر کال د دغو دوو خاصي ادارې سيمو بېلا بېلو چارو برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. هيله لري چې د هانکانګ او مکاو شخصيتونه به د دايمي پرمختګ، يووالي او همغږۍ د پياوړتيا او د چيني ملت د بيا سمسورتيا خوب د تر سره کېدو لپاره هڅې وکړي. هغه زياته کړه چې مرکزي حکومت هيله لري چې د هانکانګ د خاصې ادارې سيمې حکومت د هانکانګ د اساسي قانون او د چين د ملی ولسي کانګرس د دايمي کميټې د پريکړو سره سم د ادارې مشر ټولټاکنې تر سره کړي. دا د مرکزي حکومت يوازنی دريځ دی او د هانکانګ د وطنوالو آميد هم دی. هيله لري چې د هانکانګ بېلا بېلې ساحې د توپيرونو په ليری کولو او د ګډو نظرونو په راغونډولو سره هغه هدف ته ورسوي چې په ۲۰۱۷ کال کې د هانکانګ د ادارې مشر عامه ټولټاکنې تر سره شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای