CRI Online

جواد ظريف: لوېديځ هېوادونه بايد له بنديزونو او هراړخيز ذروي تړون څخه يو انتخاب کړي

cri     (GMT+08:00) 2015-03-06 20:18:46
جواد ظريف: لوېديځ هېوادونه بايد له بنديزونو او هراړخيز ذروي تړون څخه يو انتخاب کړي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د مارچ په پنځمه نېټه وويل د امريکا په مشرۍ لوېديځ هېوادونه بايد له دغو دوو شرايطو څخه يو انتخاب کړي چې يو، له ايران سره د ذروي مسئلې په اړه هراړخيز تړون لاسليک کړي. بل، پر ايران باندې بنديزونو ته دوام ورکړي.

وزير طريف پر دې ټينګار وکړ چې بنديزونه او هراړخيز تړون په ګډه موجود نه کېږي. پر ايران باندې د لوېديځو هېوادونو بنديزونه بايد د هراړخيز تړون د لاسليکېدو په وخت کې په پوره توګه لغوه شي.

نوموړي زياته کړه چې اوس د ايران د ذروي مسئلې په اړه د اړوندو خواوو زياتره توپيرونه په سياست پورې اړه لري، خو له تکنالوژۍ سره اړيکې نه لري. هغه يو ځل بيا له لوېديځو هېوادونو څخه د سياسي پرېکړه کولو غوښتنه وکړه او و يې ويل چې اوسنی بيړنۍ موضوع دا ده چې د ذروي تړون د تطبيق لپاره يو ميکانيزم جوړ شي. که هراړخيز تړون لاسليک شي او د ايران د پارلمان لخوا منظور شي، ايران غواړي تر نورې جدي نړيوالې څارنې لاندې وي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای