CRI Online

د چين او امريکا ترمنځ د پانګونې تړون د سند په هکله خبرې اترې بشپړې شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2015-03-07 19:20:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزير ګاو هو چنګ د مارچ په ٧مه نېټه د چين د ملي ولسي کانګرس د دوولسمې دورې دايمي کميټې د درېيمې عمومي غونډې په خبري ناسته کې وويل، له ٩ پړاوو خبرو اترو وروسته د چين او امريکا ترمنځ د پانګونې تړون د سند په هکله خبرې اترې پای ته رسيدلې دي.

د چين او امريکا ترمنځ د پانګونې تړون خبرې اترې د نړۍ د لومړۍ لويې اقتصادي ډلې او دوهمې لويې اقتصادي ډلې ترمنځ مهمې خبرې اترې دي. ګاو هو چنګ وويل، چې که د چين او امريکا ترمنځ ياد تړون لاسليک شي، د نړۍ د پانګونې مقررات به ډېر اغېزمن شي. سږ کال به د دوړاو هېوادونو د مشرانو د ګډو نظريو له مخې د ناخلاصو اقتصادي سيمو د لستونو تبادله تر سره شي. چين او امريکا د پرمختګ په بېلا بېلو سويو کې پاتې دي او ځانګړي دولتي حالت او د پرمختګ مختلفې لارې لري. د ناخلاصو اقتصادي سيمو د لستونو تبادله د دواړو هېوادونو لپاره يوه ننګونه ده، د دواړو خواوو د پلاويو ترمنځ تګ راتګ دوستانه او ډاګه دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای