CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګرس د دوولسمې دورې دايمي کميټې د درېيمې غونډې دوهمه عمومي غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2015-03-08 20:05:38

 

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې،د چين د ملي ولسي کانګرس د دوولسمې دورې دايمي کميټې درېيمې غونډې د مارچ د اتمې نېټې له غرمې وروسته دوهمه غونډه تر سره کړه. شي جين پينګ، لي که چيانګ، جانګ ده جيانګ، يو جنګ شن، ليو يون شان، وانګ چي شان او جانګ ګاو لي په غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د برخه والو استازو شمېر ٢٨٧٥ تنه وو. د غونډې د رئيسه ډلې دايمي مشرې شن يا يا د غونډې مشري وکړه. نن ورځ د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره وه، مېرمنې شن يا يا د غونډې د رئيسه ډلې په استازيتوب ښځينه استازو، کارکوونکو، د بېلا بېلو قومونو او برخو ښځو او د ګردې کرې ښځو ته د جشن مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې.

د ملي ولسي کانګرس د دوولسمې دورې دايمي کميټې په استازيتوب د کميټې مشر جانګ ده جيانګ په غونډه کې د تېر کال د کارونو رپوټ وکړ او د سږ کال مشخص کارونه ترتيب کړل.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای