CRI Online

جانګ ده جيانګ: په تير کال کې د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې د قوانينو جوړولو کيفيت ته ډيره پاملرنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2015-03-09 12:04:41
جانګ ده جيانګ: په تير کال کې د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې د قوانينو جوړولو کيفيت ته ډيره پاملرنه وکړه

د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر جانګ ده جيانګ د روانې مياشتې د ٨ نيټې له غرمې نه وروسته وويل چې دايمي کميټه د قوانينو جوړولو ته لومړی اهميت ورکوي، مهمو قوانينو ته ډيره پاملرنه ورکوي، د قوانينو جوړولو بهير چټکوي او نتيجه يی لوړوي چې له يو کال نه راهيسي يی د قوانينو ٢٠ مسودې څارلې ، ١٠ قوانين يی اصلاح کړي، ٢ نوی قوانين يی جوړ کړي او ٨ قانوني معرفي ليکونه يی وړاندی کړي دي.

هغه هم وويل چې د چاپيريال ساتونکی قانون په دې برخه کې يو اساسي او جامع قانون دی او دايمي کميټې له ډيرو څيړنو او نظريې اوريدلو نه وروسته څلور ځله اصلاحات کړي چې له ٢٥ کاله نه راهيسي د لومړی ځل لپاره اصلاح شوی دی.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای