CRI Online

شي جين پينګ او نورو مشرانو د ځينو پلاويو په غونډو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2015-03-09 20:48:27
شي جين پينګ او نورو مشرانو د ځينو پلاويو په غونډو کې ګډون وکړ

د سين هوا اژانس دخبر له مخې د ګوند او حکومت مشرانو شي جين پينګ، لي که چيانګ، جانګ ده جيانګ او ليو يون شان د روانې مياشتې په ٩ نېټه په جلا جلا توګه د ١٢ مې دورې ملي ولسي کانګرس د ٣ مې غونډې د ځينو پلاويو په غونډو کې ګډون وکړ.

د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د جي لين پلاوي په غونډه کې ګډون وکړ او ويی ويل چې جي لين ولايت بايد د تير کال د کارونو پر بنسټ د نوي انکشافي وضعې سره سم د شمال ختيز صنعتي مرکز بيا سمسور کړي، بايد نوښت او د صنايعو لوړوالی وکړي ، بايد ځانګړتيالرونکی صنعتي ګروپ جوړ کړي، بايد د صنايعو غښتلی سيستم جوړ کړي، بايد د اصلاحاتو له لارې د ميکانيزم خنډونه ليری کړي او بايد د زوړ صنعتي مرکز پټ توان استخراج کړي. د دې ترڅنګ بايد عصري کرهنيزې لارې چارې جوړې کړي چې د اقتصادي ، توليدي او تجارتي سيستمونو په ګډون دريو ټکيو ته مهم ارزښت ورکړي.

د دې ترڅنګ د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کميټې غړي او د دولتي شورا صدراعظم لي که چيانګ، د کمونيست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورود دايمي کميټې غړي او د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر جانګ ده جيانګ او د کمونيست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورود دايمي کميټې غړي او د مرکزي کميټې د سکريتريت سکريټر ليو يون شان په جلا جلا توګه د هۍ لونګ جيانګ ، چونګ چينګ او هو نان پلاويو په غونډو کې ګډون وکړ.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای